د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې کپټان اسلام‌الدین امیري ويلي چې د هند له ملي لوبډلې سره له لوبېدو وروسته به په رسمي ډول له ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړي.‎

اميري دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه د يوه پيغام په خپرولو سره کړې دي.

بلخوا، د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره دا موضوع تایید کړې او لیکلي یې دي: «د کپټان اسلام‌الدین امیري کار پای ته رسېدلی دی.»

هغه څرګنده کړې ‎چې نن شپه به د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د کپتان وروستۍ لوبه وي.

په دې اړه ‎د ټولنیزو شبکو ‎کاروونکو هم غبرګونونه ښودلي دي .

د یادونې ده ‎چې اسلام‌الدین امیري له ۲۰۰۵ کال راهیسې د ملي لوبډلې غړی دی.

نوموړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره تر ۷۰ ډېرې لوبې کړې دي او په ۲۰۱۳ کال کې یې د کپټان په توګه د سوېلي اسیا سیالیو جام وګاټه‎.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شپه د هند له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

 

Views: 11