د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې په موخه نن له هند سره دویمه لوبه کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال اسیایي ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه نن له هند سره دویمه لوبه کوي.
فوټبال فدراسیون ویلي چې یاده سیالي د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د هند په «ګواهاتي» ښار کې ترسره کېږي.
دغه راز، دا د افغانستان د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې له کویټ او قطر وروسته څلورمه او له هند سره یې دویمه سیالي ده چې ترسره کوي یې.
د یادونې ده، د افغانستان او هند د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالي مساوي شوې وه.
Views: 78