بلوڅ وسلهوالو بلوچستان ایالت کې د پاکستان سمندري ځواکونو پر یوې پوځي اډې ډلهییز برید کړی دی.
د بلوچستان ازاديغوښتونکې ډلې (بېاېلای) ادعا کړې چې د دوشنبې ورځ (د کب ۶مه) د شپې ناوخته د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې پر صدیقي هوایي اډې یې ډلهییز برید کړی، د مالي زیانونو ترڅنګ یې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګژوبله هم اړولې ده خو چارواکي وایي چې په برید کې اډې ته زیان نه دی اوښتی او نه هم امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا، د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي، وسلهوالو کوښښ کاوه چې د تربت کې د سمندري ځواکونو اډې ته ننوځي، خو له ننوتو وړاندې ولیدل شول او له منځه یووړل شول.
د پاکستان پوځ تر اوسه په رسمي توګه د دغه برید په هکله څه نه دي ویلي او امنیتي چارواکو مطبوعاتو ته دا معلومات د نوم نه ښودلو په شرط ورکړي دي.
خو د بلوچستان ایالت امنیتي سرچینو ویلي چې په دې جګړه کې څلور بریدګر او یو امنیتي افسر وژل شوي دي.
له بریده یوازې څو ورځې مخکې هم بلوڅ وسلهوالو د بلوچستان ګوادر بندري سیمې کې کوښښ کړی و چې یوې حکومتي ودانۍ ته داخل شي خو له امنیتي ځواکونو سره په ډزو کې یې اته غړي ووژل شول.
د بلوڅانو دې ډلې نه ده تایید کړې چې ایا غړي یې په برید کې وژل شوي او که نه؛ هغوي دا هم نه دي ویلي چې پر یادې اډې د برید هدف یې څه و خو بلوڅ بېلتون غوښتونکي په دې صوبه کې وخت ناوخته د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
Views: 26