د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند خپل د چک جمهوريت سیال یکوب بهینک ته ماته ورکړه.

ياده سیالي په درېیو پنځه دقیقه‌یي پړاوونو کې ترسره شوه او نژند د امتيازونو په ترلاسه کولو سره بريالی شو.

دوو ورزشکارانو د المان په اشتوتګارت ښار د اوکتاګون ازادو سیالیو سازمان کې په ۷۴ کيلوګرام وزن کې سیالي ترسره کړه.

Views: 303