پر غزې د اسراییلي ځواکونو د یرغل په دوام کې په تازه بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترکیې دولتي رسنۍ انادولو د وري په ۴مه، په غزه کې د روغتیایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو کې د بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي اوشاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په یوه برید کې ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۴ نور ژوبل شوي دي.
بلخوا د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو په مغربي ساحه (وېسټ بینک) سیمه کې پر هغو خلکو هوایي بریدونه کړي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
انادولو اژانس ویلي چې په دې برید کې فلسطینیان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.
دغه اژانس په غزه کې د حماس د روغتیایي سرچینو په حواله لیکلي، چې د تېر کال اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې د اسراییل بریدونو کې ۳۲۱۵۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی، ۷۴ زره نور ټپیان شوي چې په دې کې یواځې ۱۴ زره ماشومان او ۹ زره ښځې وژل شوې دي.
Views: 9