د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي احمد سهیل حسن‌زاده خپل ګرجستاني سیال ته ماته ورکړه.
د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ نن د امریکا په لاس وېګاس ښار کې د ازادو سیالیو په یوه سازمان کې ترسره شوه.
دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې هم نن یوه ویډیو خپره شوې، په کې ښکاري چې احمدسهیل حسن‌زاده خپل ګرجستاني سیال (الیکو ساګلیاني) ناک اوټ کوي او ماته ورکوي.
د معلوماتو له مخې، دا د احمدسهیل حسن‌زاده ۱۱مه بریا ده چې تر لاسه کوي یې.
د یادونې ده، نن شپه به د ازادو سیالیو  بل افغان لوبغاړی واحدالله نژند هم په المان کې د چک جمهوریت له ورزشکار سره سیالي ترسره کړي.

Views: 15