پخواني ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال پیغام کې د نجونو زدهکړو پر پيل د ټېنګار ترڅنګ له ټولو افغانانو غوښتي چې نفاق ختم او زړونه سره یو کړي، څو افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې ودرېږي چې دې پرمختګ خواته روان دي.
پخواني ولسمشر محمداشرف غني د نوي لمریز (۱۴۰۳) کال د پیل په اړه خپاره شوي پیغام کې ویلي، هغه څه چې د نوي کال خوښۍ ترې کموي د نجونو ښوونځیو د زنګ ګړنګېدو غلی پاتې کېدل دي چې هر کال به په دې شپو او ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګړنګېده.
هغه زیاتوي، له زرو ډېرې ورځې کېږي چې افغان نجونې په داسې حال کې له زدهکړو محرومې دي چې د خدای (ج) او رسول الله (ص) حکم دی.
د هغه په خبره، د دې حالت دوام، زجر ورکوونکی، او د هېواد د راتلونکې لپاره بربادي ده چې باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.
دی وایي، په عین حال کې دا یادونه هم ضروري ده چې د هلکانو تعلیم هم سره له دې چې جاري دی، د نصاب او تعلیمي نظام له پلوه نور بهبود ته اړتیا لري، ځکه اوسنی نصاب د طبیعي او انسانی سرمایو د موثرې او دوامدارې استفادې اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د لوړو زدهکړو مرکزونو ته له تلو منع شوې. خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې دغه چاره موقتي ده او د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو سره ټولو نجونو د زده کړو حق ورکړل شي.
د پوهنې وزارت سرپرست، حبیبالله اغا نن د نوي ښوونیز کال د پیل په غونډه کې هم وویل، دوی د علم خلاف نه دي ځکه اسلام یې مخالف نه دی، اسلام ابدي دین دی او ټولو دنیوي اړتیاوو ته یې هم پام شته چې په دغو دنیوي چارو کې عصري علوم هم شامل دي، ځکه عصري علم د ژوند ضرورت دی.
پخواني ولسمشر ویلي: «نن د اسلامي نړۍ ملکونو کې څو ډولونه دي، لومړۍ یې هغه ملکونه دي چې د پرمختګ، ثبات او ودې حالت لري، په اسلامي نړۍ کې اوس داسې ممالک شته چې د مثبتې ودې او مشترک ژوند او سیاسي ثبات مثالونه دي چې دا د شکر ځای دی، دویم هغه ملکونه دي چې په وینو ککړ، د نیابتي جنګونو میدانونه دي او د بربادۍ د وسایطو نندارتونونه. وینه روانه ده، وینه کلونه کېږي چې روانه ده او ضرورت د دې لري چې له دې عبرت واخلو، درېیم هغه ملکونه دي چې د منفي ثبات خاوند دي نو ځکه له بحران څخه بحران ته لوېږي، یو بحران چې ختم شي، بل راشي، او له بده مرغه چې ثبات خوا ته نه ځي.»
هغه زیاته کړې، هغه څه چې نن د ټول اسلام له زړه وینې تویوي، غزه او فلسطین دي خو پوښتنه دا ده چې ولې دا توپیرونه شته؟
د هغه په خبره: «زما ځواب دې لپاره ډېر ساده دی، د پرمختګ، ودې او ثبات خواته روان ملکونه په ملي روایت ولاړه لازمي اجماع لري، د مشروعیت خاوندان دي او په همدې له نورو فرق کوي د دویمي او درېیمي هېوادونو کې دا اجماع او دا تګلارې نشته، د ژوند لاره یې معلومه نه ده او ځکه تل په وینو ککړ او خوار او بی وزله وي، دلته یوه بله خبره هم موجوده ده چې باید پرې اعتراف وکړو ټول اسلامي امت د احساساتو اوعواطفو له نظره ګډ دی، د مسلمانانو عواطف یو دي خو کله چې د ملي ګټو خبره راشي هر یو یې خپله لاره لري او موږ افغانان هم باید په خپلو ملي ګټو فکر او عمل وکړو.»
هغه همدا راز ویلي، افغانستان همدا اوس تر هر څه زیاد یو مشروع، عادل او داسې نظام ته اړتیا لري چې ولس له مایوسۍ او بېوسۍ وژغوري او د ۲۰۴۷ کال لپاره چې د معاصر افغانستان د جوړېدو ۳۰۰ کاله پوره کېږي او تر هغه وروسته پړاو لپاره د ژوند لاره ور وښي.
هغه ویلي: «زه له دې فرصت څخه په استفادې له ټولو غواړم چې دې عبادت میاشت کې د وولس په خدمت او د حضرت محمد (ص) د وروستۍ خطبې په ارزښتونو باندې فکر وکړو، سوچ وکړو، زړونه سره یو کړو، او دې نتیجې ته ورسیږو چې نفاق ختم کړو، یووالي ته ورسیږو، او د ژوند یوې تګلارې ته ورسېږو چې د ټول ولس خیر په کې وي او د هغو ملکونو، قطار کې و درېږو، چې مشروعیت، ثبات، پرمختګ او ودې خواته روان دي نه د هغو ملکونو په ډله کې چې په وینو ککړ دي او له بحرانه بحران ته ځي.»
د یادونې چې پخوانی ولسمشر محمداشرف غني په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته له افغانستانه ووت او اوس مهال په عربي متحده عربي اماراتو کې مېشت دي.
Views: 19