ځیني افغان سیاستوال پر افغانستان د پاکستان بریدونه د نړۍوالو قوانینو نقض بولي، د افغانستان ځوابي برید ستایي او وایي، پاکستان دې پوه شي چې افغانان د یو واحد ملت په توګه خپلې خاورې ته د بل چا ان بد کتل هم نه شي زغملای.
طالبان وایي، وړمه شپه پاکستاني الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست سپیرې ولسوالۍ په افغاندوبۍ سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بريدونه وکړل چې له امله یې پنځو ښځو او درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.
طالبان یاد بريدونه د افغانستان پر حریم تېری بللی او د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي چې افغان سرحدي ځواکونو په ځوابي برید کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو ويشتلي دي.
د طالبانو ویاند ذبيحالله مجاهد د یادو بريدونو غبرګون کې ويلي چې خوست او پکتیکا کې د پاکستان الوتکو بمبار داسې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.
پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د ټيټيپي یو قوماندان عبدالله شاه او د هغه کسان په نښه کړي دي.
خو عبدالله شاه په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې هغه په وزیرستان کې دی او ژوندی دی.
یو شمېر افغان سیاستوالو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بریدونه غندلي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د نړۍوالو قوانینو څرګند نقض بللی دی.
هغه ویلي: «د پاکستان له لوري دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر زیان دي، د اسلاماباد په پالیسۍ کې بدلون، له افغانستان سره د ګاونډیتوب د نېکو مناسباتو پر بنسټ د متمدنه اړیکو رامنځته کول د دواړو هېوادونو په ګټه او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت عامل دي.»
په اسلاماباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکسپانه له ټولو افغانانو غوښتي چې د هر ډول تجاوز پر وړاندې خپل غږ توحید کړي.
هغه ليکلي: «د ګران هېواد پر حریم د پنجاب تجاوز په خوست او پکتیا کې پر افغانانو بمباري، د دوی د کمزورتیا، دروني اختلاف او د نه وړتیا پټېدو لپاره ده، د دوی د زور تګلاره بېعدالتي او ظلم به خامخا دوی ته ورګرځي او د دوی غرور به ورماتوي؛ الله دې د دې ګرغېړنو حملو قربانیانو، ټولو شهیدانو ته جنتونه او زخمیانو ته عاجله شفا نصیب کړي، د ټولو هېوادوالو څخه مې هیله دا ده چې د هر ډول تجاوز پر وړاندې خپل غږ توحید کړي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په شدت محکوم کړي او ویلي يې دي چې د افغان ښځو او ماشومانو وژل «د منلو نه دي او هیڅ توجیه نه لري.»
هغه زياته کړې، پر افغان خاوره د دې ډول بریدونو ترسره کول چې په هره پلمه وي، د نړۍوالو قوانینو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم هم لیکلي: «خوست او پکتیکا کې په بمباریو او ملکي وګړو په شهیدانولو سره اسلاماباد جنایت او له نړۍوالو اصولو سرغړونه وکړه، مګر دا یې هم وښوده چې د دغه هېواد پوځي مشرانو چې دا څه باندې شل کاله د تروریزم ضد غوبل کې تروریزم پالنه کوله، اوس د لویو قدرتونو په لوبه کې هم ونډه ورکړل شوې، په دې دلیل چې دا چلند ټوله سیمه بېثباته کوي؛ د تاسف ځای دا دی چې د څو حریصو او د نورو په خدمت کې څېرو د دغو اعمالو بیه به په خپله د پاکستان خلک پرې کوي، لکه چې پرې کړې یې هم ده.»
د افغانستان د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل هم پر افغانستان د پاکستان بريدونه په ښکاره تېری بللی دی.
د هغه په وینا، تاریخونو ثابته کړې چې پر دې خاوره هر چا تېری کړی، د وخت د حکومتونو ترڅنګ ملت په زغرده ځواب ورکړی دی.
هغه وایي: «پاکستان دې وپوهېږي چې موږ یو ملت یو، ملت خپلې مور خاورې ته د بل چا ان بد کتل هم نه مني، خپلمنځي کېنې، فاصلې او هرڅه پرېږدي او د خپلې خاورې د دفاع لپاره حکومت او ملت، پخلا او مرور ټول یوځای کېږي او په یو غږ د افغانستان لپاره د مقابلې او ساتنې ډګر ته راښکته کېږي.»
امرخېل زياتوي: «د پاکستان کمزوری جمهوریت دې په خپل وطن کې خپل امن په خپله رامنځته کړي او په وروستیو کې غواړي، خپله ناکامي په بزدلانه څرګندونو او بدو پایلو لرونکو بریدونو سره پټې کړي.»
د سياسي چارو شنونکی نجیبالله جامع پاکستان ته د افغانستان ملي دفاع وزارت د ځوابي برید په اړه پر خپله اېکسپاڼه ليکلي: «مننه د وطن د مجاهد دفاع وزیر څخه چې پر یوه ډېر صریح، قاطع او تاریخي ګام کې یې ـ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پنجاب ته ځواب ورکړی او د دوی نظامي چوڼۍ او مرکزونه یې په نښه کړي، مننه ځوان دفاع وزیره! ملي ګټې زموږ سرې کرښې دې.»
د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي هم د پاکستان بريدونه غندلي او پر خپله اېکسپانه يې ليکلي چې پاکستان تل «خپل تور مخ» د افغانستان په قضایاوو کې ښکاره کړی او د افغانستان د بېثباتۍ لپاره یې هڅې کړې دي.
هغه لیکلي: «فعلي سرپرست حکومت ته هم د ډلو په حمایه بوخت دی او ترڅنګ یې د افغانستان په خاوره تجاوز هم دوام لري، د افغانستان سرپرست حکومت ننني ځوابي بریدونه د افغانیت اثبات دي او هر اصیل افغان باید په سر او مال د پاکستان په مقابل کې ودریږي.»
د پخواني حکومت د بهرنيو چارو وزیر محمدحنیف اتمر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکه غندو او دا د نړۍوالو معیارونو، بشردوستانه قوانینو او د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ګڼو؛ دغه بریدونه چې د بېګناه خلکو وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي، د کرکې وړ دي او د جدي بېثباتۍ لامل کېږي.»
Views: 6