طالبان وایي، خوست او پکتیکا کې د پاکستان الوتکو بمبار – چې اته ملکي وګړي پهکې وژل شوي – داسې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست د سپیرې ولسوالۍ په افغاندوبۍ سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی دی.
هغه لیکلي چې په یادو هوايي بریدونو کې درېیو ښځو او درېیو ماشومان په پکتیکا او دوو ښځو په خوست کې ژوند له لاسه ورکړی او دوه کورونه هم نړېدلي دي.
مجاهد زیاته کړې: «د عبدالله شاه په نوم کس چې پاکستانی اړخ یې په پېښه کې د په نښه کېدو ادعا کوي، هغه په پاکستان کې دی، بله دا چې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسېږي چې ورځنی تګ راتګ او ګڼې خپلویانې لري.»
هغه زیاته کړې، دوی یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان پر حریم تجاوز او تېری بولي؛ طالبانو چې د نړۍ زبرځواکونو پر خلاف د ازادۍ لپاره د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچا ته پر خپله خاوره د تېري اجازه نه ورکوي.
د مجاهد زیاتوي: «پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرې نهږدي چې د پوځ څو جنرالان په دغه ډول بېباکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څېر د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپلو غلطو سیاستونو ته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي؛ پاکستان باید په خپله خاوره کې د پېښو نه کنټرول، ناتوانۍ او ستونزو پړه پر افغانستان وانهچوي؛ ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.»
هغه دغه راز لیکلي، اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په استفاده د چا امنیت خراب کړي.
Views: 7