د راپورونو له مخې، تېره شپه د هند ګجرات پوهنتون ليليه کې د تراوېح لمانځه پرمهال د برید له امله د یوه افغان محصل په ګډون پنځه نور محصلین ټپيان شوي دي.
د انډیا نیوز راپور له مخې، په ټپیان شوو محصلینو کې یو افغان، یو د سریلانکا، یو د ترکمنستان او دوه د افریقایي هېوادونو محصلین شامل دي.
راپور کې د محصلینو له قوله راغلي چې په یاده سېمه کې نږدې جومات نشته او دوی د لیلېې دننه تراویح لمونځ ادا کوي.
هغوی ویلي، بریدکوونکو د لرګیو او چاقوګانو ګوزارونه کړي، د لیلېې ستانونکو هڅه کړې چې د بریدکوونکو مخه ونیسي خو نه دي بریالي شوي.
Views: 12