د کاناډا حکومت اعلان کړی چې د یوه تړون له مخې، په متحده عربي اماراتو کې ایسار شاوخوا ۱۰۰۰ افغانانو ته پناه ورکوي او دغه هېواد ته یې لېږدوي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د تخلیې په پروګرام کې زرګونه افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ، متحده عربي اماراتو ته هم ولېږدول شول چې اوس هم هلته سلګونه افغانان په ابوظبي کمپ کې ایسار پاتې دي.
د بشري حقونو څار سازمان تېره میاشت ویلي وو چې دغه افغانان په یاد کمپ کې د بندیانو په توګه شپې او ورځې تېروي.
اوس د کاناډا حکومت اعلان کړی چې له متحده عربي اماراتو سره یې د یوه تړون له مخې، له یاد کمپ څخه به زر افغانان دغه هېواد ته ولېږدوي.
د کاناډا د کډوالو او تابعیت ادارې له خوا د غبرګولي په پنځمه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی له یو شمېر هېوادونو او نادولتي ادارو سره په هڅو کې دي چې دغه افغانان په خوندي توګه کاناډا ته ولېږدوي.
سرچینې زیاته کړې، د همدغو هڅو په دوام کې د کاناډا د کډوالۍ، کډوالو او تابعیت چارو وزیر سین فرازر نن اعلان کړی چې د متحده عربي اماراتو له حکومت سره یې په دې برخه کې یو تړون کړی دی.
هغه ویلي، د دغه تړون له مخې، کاناډا به له اماراتو څخه زر تنه افغانان دغه هېواد ته ولېږدوي او لومړۍ چارټر شوې الوتکه چې ۶۵۰ افغانان پکې سپاره وو، نن کاناډا ته ورسول شول.
د کاناډا حکومت ویلي، دغه نوي ورغلي افغانان به د وانکوور، ټورنټو او کینګسټون په ګډون، په ۱۵ سیمو کې ځای پر ځای کېږي.
سرچینې زیاته کړې، تېر کال یې هم له اماراتو څخه ۱۵۰۰ افغانان کاناډا هېواد ته لیږدولي وو.
کاناډا وایي، دوی تر اوسه ۳۲ زره افغانان انتقال کړي او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې دغه شمېر ۴۰ زرو ته ورسوي.
Views: 9