د پاراتکواندو افغان ورزشکارې ذکیې خدادادي خپلې روسۍ سیالې ته په ماتې ورکولو او د سروزرو مډال په ګټلو سره د پاریس پارالمپیک د ۲۰۲۴ کال سیالیو ته لار ومونده.

ذکیې خدادادي پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پارالمپیک سهمیه سیالیو کې یې د سروزرو مډال ګټلی او د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو ته یې لار پیدا کړه.

د راپورونو له مخې، خدادادي دا مهال په فرانسه کې کډواله ده او پرون یې د پاریس پارالمپیک سهمیه سیالیو کې چې په بلغاریا کې ترسره شوې، خپلې روسۍ سیالې ته ماته ورکړې ده.

د معلوماتو له مخې، یادې افغان ورزشکارې په ۲۰۲۳ کال کې د اروپا د پاراتکواندو سیالیو اتلولي هم خپله کړې وه.

Views: 8