د کاناډا دولت اعلان کړی چې ۳۳۳ افغان کډوال یې له پاکستانه په یوه چارتر الوتنه کې دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د مارچ په اتمه له پاکستانه په یوه چارتر الوتکه کې کلګري ته لېږدول شوي او په ۳۳ سیمو کې به ځای پر ځای شي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي، پر هغو دوسیو چې پخوا منل شوې هم کار روان دی.
د کاناډا دولت ویلي چې د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې ۴۹ زره او ۷۰ افغان وګړي کاناډا ته رسېدلي دي.
یاد هېواد له دې مخکې ویلي وو، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته د ۴۰ زره افغان وګړو په منلو سره خپلې موخې ته رسېدلی دی.
د کاناډا دولت د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اعلان وکړ چې دغه هېواد د کډوالو په توګه د ۴۰ زرو افغان وګړو منلو ته ژمن دی.
Views: 12