افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ایرلینډ ته د ۳۵ منډو په ستر توپیر سره ماتې ورکړه.

دا لوبه چې نن د پنجشنبې په ورځ د کب په ۱۷مه، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې ایرلینډ وګټله او لومړی یې د افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان د پیل لوبغاړو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د ۱۵۰ منډو ستره ملګرتیا وکړه او خپلې لوبډلې ته یې ښه بنسټ کېښود.

ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۳۱۰ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۳۱۱ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري ګربز ۱۲۱، ابراهیم ۶۰، حشمت الله شهیدي او محمد نبي ۴۰ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې چې د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه، نو په ۳۰ منډو یې درې مهم لوبغاړي وسوځېدل، خو ورپسې ټریکټر او ټکر د ۱۷۰ منډو ملګرتیا وکړه، خو نورو لوبغاړو ورسره ملتیا ونه کړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۷۵ منډې جوړې کړې.

دغه راز افغانستان دا لوبه د ۳۵ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري فضل حق فاروقي څلور، عظمت عمرزي دوه، نور احمد او ګلبدین نایب یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

Views: 86