رسنیو راپور ورکړی چې شاید د «اېس‌ای‌وي» په نوم افغانانو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې د صدور پروسه د روان میلادي کال تر پایه بنده شي.

رویټرز د امریکا بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې یوازې د اته زره (اېس‌ای‌وي) ویزو صدور پاتې دی چې در روان میلادي کال د اګست میاشتې تر پای پورې یا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو تر درېیمې کلیزې پورې به ووېشل شي.

که څه هم جو بایډن افغانانو لپاره د څه باندې شل زره د کډوالۍ د نورو ځانګړو ویزو د صدور غوښتنه کړې خو د راپور له مخې، ناشونې ده چې د امریکا کانګرس دا غوښتنه ومني او په داسې حال کې چې د سږ کال تر پایه د کانګرس له لورې دا پروسه ونه منل شي، افغانستان کې به زرګونه کسان همداسې پاتې شي.

د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا اېس‌ای‌وي د ځانګړو ویزو یو ډول دی چې د امریکا دولت یې هغو افغانانو ته ورکوي چې له دوی سره یې کار کړی وي څو امریکا ته یې د تګ زمینه برابره شي.

مخکې له دې د امریکا کانګرس یادې ویزې ۳۸ زره او ۵۰۰ هغو افغانانو ته ځانګړې کړې وې چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کاوه.

Views: 13