د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې چارې په دغه هېواد کې وضعیت نور هم خراب کړی دی.
دغه سازمان نن یکشنبه پر اېکسپاڼه په هېواد کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ناروغۍ له ډېرېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۴ میلیون میندې او ماشومان له خواځواکۍ سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د مرستو له کمېدو سره د دغه هېواد وضعیت «بدتر» شوی دی.
د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو پر بنسټ، دا مهال د هېواد له هرو درېیو وګړو یو یې د خوړو له کمښت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له دې مخې ویلي وو، په دې سربېره چې سږ کال د افغانستان شاوخوا نیم وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو دغه سازمان توانېدلی چې په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدو لپاره د اړتیا وړ یوازې درې سلنه بودجه ترلاسه کړې ده.
خو د طالبانو چارواکو د شته ستونزو او پر افغانستان د فشارونو په تایید سره تل ټینګار کړی چې په هېواد کې اقتصادي ودې ته اړتیا ده او نړۍوله ټولنه باید په اقتصادي برخه کې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
Views: 6