د موضوع پېژندنه:
کاناډا د هغه هېواد په توګه پېژندل کېږي چې د ژوند لوړ کیفیت، پياوړی اقتصاد او د مختلفو کلتورونو لپاره غوره چاپېريال لري. په دغه هېواد کې د سیمهییزو خلکو او ورغلو مهاجرو لپاره کاري فرصتونه پرته له کوم توپېري چلنده وړاندې کېږي؛ دا چې په دغه هېواد کې د صنعتونو وده چټکه او د کار په بازار کې تقاضا زیاته ده خو د ګومارنې پروسه په کې ورو ده، له همدې امله دغه هېواد مختلف مسلکي اشخاص چې د کاري فرصتونو په لټه کې وي، جلبوي.
په دې هر اړخيز لارښود کې په کاناډا کې د کاري فرصتونو په اړه مفصل معلومات راوړل شوي چې په کې په کاري مارکېټ، تقاضا وړ بوختیاوو، کارموندنې ستراتيژيو او د بهرنیو اتباعو لپاره د کار جوازونو پر مسایلو باندې تمرکز شوی دی. په دغه لارښود کې د هغو افغان لوستونکو لپاره چې غواړي په کاناډا کې کار وکړي، ځانګړې لارښوونې په پام کې نیول شوې دي.
د کاناډا کاري مارکېټ:
د کاناډا کاري مارکېټ په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده؛ تر ډېره پر روغتیا ساتنې، ټکنالوجۍ، طبیعي او مالي سرچینو ډېر ټینګار او تمرکز شوی دی. د دغو سکټورونو سربېره د سوداګرۍ په برخه، په ځانګړې توګه په ساختماني او تولیدي صنعتونو کې دوامداره تقاضا شتون لري؛ تمه کېږي چې د هېواد د کار بازار به په راتلونکو کلونو کې لا نوره وده هم وکړي او په مختلفو سکټورونو کې به لا ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.
کاناډا د نړۍ په کچه په اقتصادي برخه کې یو له پياوړو او باثباتو هېوادونو دی؛ له همدې امله د هغو کډوالو لپاره یو له غوره ځایونو دی چې غواړي له اقتصادي پلوه روښانه او غوره راتلونکی ولري. د افغان مسلکي اشخاصو لپاره د کاناډا کاري مارکېټ ګڼ فرصتونه لري او کولی شي چې په دې ډول پراخ او متنوع چاپېريال کې له خپل مسلک او تجربې ښه ګټه واخلي.
د تقاضا وړ بوختیاوې:
د روغتیا ساتنې برخې متخصصین: له دې امله چې د کاناډا نفوس ډېره برخه عمر خوړلي کسان تشکیلوي او د روغتيا ساتنې چارو ته زیاته اړتیا پېښېږي، نو د روغتيايي خدماتو برخه کې کاري فرصتونو لپاره تقاضا ډېره ده؛ په دغه هېواد کې د روغتیا ساتنې برخه کې ډاکټرانو، نرسانو، درمل جوړوونکو، طبي ټکنالوجیستانو او نور روغتیايي مختصصينو ته اړتیا ليدل کېږي. د افغان روغتیاپالو متخصصینو لپاره یو ښه فرصت رامنځته کوي څو له مهارتونو یې په داسې سکټور کې استفاده وشي چې هلته یې مهارتونه او پوهه ارزښتمن بلل کېږي، په اړوند برخه کې د افغان متخصصينو لپاره هم دا يو ښه فرصت دی چې خپل تخصص او تجربه په دغه هېواد کې په کار واچوي.
د معلوماتي ټکنالوجي (IT) متخصصین: له دې امله چې په کاناډا کې ټکنالوجي په چټکۍ پر مخ روانه ده، د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصصینو لپاره هم په دغه هېواد کې تقاضا ډېره ده؛ په دې متخصصینو کې سافټویر ډيويلوپرز (software developers)، پروګرامران، د نيټورک او د سایبري امنيت متخصصین شامل دي.
د معلوماتي ټکنالوجۍ افغان متخصصین چې په دغه برخو کې تجربه او وړتیا ولري، کولی شي د کاناډا د تخنیکي سکټور په برخه کې کاري فرصتونه پیدا کړي.
د مالي او سوداګرۍ برخې متخصصين: کاناډا د غوره مالي سکټور په لرلو سره مالي تحليلګرانو، محاسبانو، سوداګریزو تحلیلګرانو او نورو مالي متخصصینو لپاره غوره فرصتونه لري؛ د مالي برخې افغان متخصصین هم چې په دې برخه کې زدهکړې او تجربه ولري، کولی شي چې هره برخه، له بانکي سکټوره نیولې د بېمې تر شرکتونو او نورو برخو کې کاري فرصتونه ومومي.
انجینران: په دغه هېواد کې د ماهرو انجینرانو، په ځانګړې توګه د سېوېل، برقي، ميخانيکي او سافټوېر انجینرانو لپاره دوامداره تقاضا موجوده ده؛ افغان انجینران هم که په اړوند برخو کې زدهکړې او تجربې ولري، کولی شي چې د دې برخې له ګڼ شمېر کاري فرصتونو مستفيد شي؛ دغه ډول دندې په ځانګړې توګه د زيربنايي پراختیا، برېښنا او مخابراتي برخو کې موجودې دي.
ماهر کارګران: ماهر کارګرانو لکه برقيانو، نلدوانانو، ويلډينګکارانو او د درنو تجهیزاتو چلوونکو لپاره لوړه تقاضا موجوده ده؛ افغان کارګران هم که چېرې په دې برخه کې مهارتونه او تجربې ولري، کولی شي د کاناډا مخ پر ودې ساختماني او تولیدي سکټورونو کې د کار فرصتونه ومومي.
د زدهکړو برخې متخصصین: ښوونکو، پروفیسورانو او د زدهکړو په برخه کې نورو متخصصینو لپاره د کاناډا په تعلیمي سیسټم کې اړتيا محسوسېږي؛ افغان ښوونکي چې د تدریس په برخه کې وړتیاوې او تجربې ولري، د ټول هېواد په دولتي او خصوصي ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې د کار فرصتونه موندلی شي.
ټولنیز کارونه او خدمتونه: ټولنیز کارمندان، سلاکاران او د ټولنیزو خدماتو نور متخصصین په کاناډا کې د زیانمنونکو خلکو په لاسنیوي کې مهم رول لري؛ افغان متخصصین چې په ټولنیزو کارونو او د ټولنیزو خدماتو په برخو کې تجربه ولري، خپل مهارتونه په مختلفو سازمانونو او پروګرامونو کې د مختلفو ټولنو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره په کار اچولی شي.
د مېلمه پالنې او ګرځندوی خدمتونو برخې: د کاناډا پرمختللی ګرځندوی صنعت په هوټلونو، رستورانټونو او د مېلمهپالنې په نورو اړوند تاسیساتو کې د کار ډېر فرصتونه وړاندې کوي؛ افغان کارګران چې د مېلمهپالنې او پېرودونکو خدمتونو کې تجربه لري، کولی شي مخ پر ودې یاد سکټور کې کاري فرصتونه پیدا کړي.
کرنه او د خوړو تولید: د کاناډا د کرنې او خوړو تولید صنعت د هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه جوړوي؛ د دې برخې افغان متخصصین او کارګران چې د کرنې او خوراکي توکو په پروسس کې تجربه ولري، په دې برخه کې کاري فرصتونه موندلی شي.
ټرانسپورټ او لوجستیکي چارې: کاناډا د لوی او متنوع ټرانسپورټي سیسټم په لرلو سره، د دغه سکټور مختلفو برخو، لکه د لارۍ چلوونکو، د ټرانسپورټي برخې پلان جوړوونکو، لوجستیکي متخصصینو او اکمالاتي مدیرانو ته اړتیا لري؛ افغان مسلکي کسان چې د ترانسپورټ او لوجستیک برخو کې تجربه لري، کولای شي په دې برخه کې ډېر فرصتونه ومومي.
د افغان متخصصینو لپاره د کارموندنې ستراتيژۍ
۱- د انلاين دندو پلټفارمونه: له هغه انلاین فلټفارمونو او ویبپاڼو لکه Indeed، Workopolis او Monster څخه کار واخلئ چې د همدې موخې لپاره په کاناډا کې د لاسرسي وړ دي. په دغو فلټفارمونو کې د خپلو مهارتونو، تخصص، تجربو او موقعیت ته په پام سره مناسبې دندې پلټلی شئ.
۲- نيټورکېنګ: په کاناډا کې په صنعتي ايوېنټونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو کې د ګډون له لارې خپله مسلکي شبکه جوړولی شئ؛ له افغان مسلکي همکارانو، صنعتي ټولنو او سیمهییزو ټولنو سره اړیکه کې پاتې شئ، څو له تاسو سره د کاري فرصتونو په موندلو کې مرسته وکړي او شبکه مو پراخه شي.
۳- لېنکدین (LinkedIn): د LinkedIn یو پروفایل جوړ کړئ، څو خپل مهارتونه، تجربې او وړتیاوې ښکاره کړئ. له اړوندو ګروپونو سره یوځای شئ او هغه شرکتونه تعقیب کړئ چې ستاسو په انتخاب کړي صنعت کې فعاليت کوي، څو د دغو شرکتونو د دندو له خبرتیاوو او نورو اړوندو موضوعاتو باخبره و اوسئ.
۴- کاري ادارې: له هغو کاري ادارو او د استخدام له شرکتونو سره ځان راجستر کړئ چې ستاسو په مسلکي ساحه کې تخصص لري؛ دا ادارې درسره مرسته کولی شي څو له هغه ګومارونکو سره په اړیکه کې پاتې شئ چې ستاسو له مهارتونو او تجربې سره د سمو نوماندانو په لټه کې وي.
۵- د سیمهییزو ټولنو سرچینې: د دندو په لټون کې د مرستې او لارښوونې لپاره د سیمهییزو ټولنو ادارو او د کډوالو استوګنې خدمتونو ته لاسرسی ومومئ؛ دغه سازمانونه درته مختلفې سرچینې، ورکشاپونه او د شبکو فرصتونه چمتو کولی شي چې درسره د کار په موندلو کې مرستندوی تمامېدلی شي.
۶- دولتي پروګرامونه: د حکومت له خوا تمویل شوي پروګرامونه وپلټئ چې له مهاجرینو سره د مرستې لپاره ډیزاین شوي وي، د دغو پروګرامونو يو څو بېلګې د فدرالي مهارتلرونکو کارګرو له پروګرام، د کاناډا د تجربې ټولګي او د ولایتي نوماندۍ له پروګرامه عبارت دي؛ دغه پروګرامونه درته په داسې ډول ملاتړ او سرچینې چمتو کولی شي چې ستاسو په ساحه کې په کارموندلو کې درسره مرسته کولی شي.
د افغان اتباعو لپاره کاري جوازونه:
په کاناډا کې د کار کولو لپاره افغان اتباع معمولاْ د کار جواز ته اړتیا لري؛ د کار د جواز بڼه ستاسو د دندې په ماهیت او ستاسو په وړتیاوو پورې اړه لري. د کار دوه ډوله جوازونه شتون لري: د کارګومارونکي ځانګړي کاري جوازونه (employer-specific work permits) او د ازاد کار جوازونه (open work permits).
د کارګومارونکي ځانګړي کاري جوازونه (employer-specific work permits): دغه جواز یوه ځانګړي کارګومارونکي ته ورکول کېږي او تاسو یوازې د هغه کارمند لپاره کار کولی شئ چې ستاسو په جواز کې ذکر شوي وي. د دې ډول کار جواز ترلاسه کولو لپاره باید لومړی د کاناډا له کارګومارونکي د کار وړاندیز ترلاسه کړئ، بیا به کارګومارونکي اړتیا ولري چې د کار بازار د اغېزې ارزونه (LMIA) ترلاسه کړي، څو څرګنده کړي چې ستاسو مهارتونو ته اړتیا لري او بل کوم کاناډايي تبعه يا دايمي هستوګن کوونکی ستاسو انتخاب شوې دنده اشغال کړې نه ده.
ازاد کار جوازونه (open work permits): د ازاد کار جواز درته اجازه درکوي چې په کاناډا کې د هر کارګومارونکي لپاره د ځينو استثنااتو په پام کې نیولو سره کار وکړئ. دا جوازونه عموماً هغو اشخاصو ته صادرېږي چې له مخکې په کاناډا کې دي، لکه نړۍوال زدهکوونکي، د ماهرو کارمندانو جوړې یا هغه کسان چې د دوی د دایمي هستوګنې غوښتنلیک د انتظار په حالت کې وي.
پر کاري جوازونو سربېره افغان اتباع کولی شي کاناډا ته د کډوالۍ مختلفې لارې چارې ولټوي؛ لکه د فدرالي مهارتلرونکو کارګرو پروګرام، د کاناډا د تجربې ټولګي او د ولایتي نوماندۍ پروګرام؛ دغه پروګرامونه د ماهرو کارګرانو او متخصصینو جذبولو لپاره ډیزاین شوي چې کولی شي د کاناډا په اقتصاد او کاري ځواک کې مرستندوی تمام شي.
پایله:
کاناډا په بېلابېلو صنعتونو کې د افغان متخصصینو او کارګرو لپاره ډېر کاري فرصتونه وړاندې کوي؛ د کاري مارکېټ، تقاضا کېدونکو دندو او د کار پلټنې ستراتیژیو په پوهېدلو سره افغان اتباع کولی شي په بریالیتوب سره د کاناډا د کار بازار ته لاره پيدا کړي او د خپلې خوښې کار ومومي. سربېره پر دې، اړینه ده چې خپل ځان د کاري جواز اړتیاوو او د کډوالۍ له لارو چارو سره اشنا کړئ، څو په کاناډا کې د ژوند او کار لپاره له اسانه چاپېريال څخه ځان ډاډمن کړئ.
سرچينې:
Government of Canada. (2021). Job Bank. Retrieved from https://www.jobbank.gc.ca/
Statistics Canada. (2021). Labour Force Survey. Retrieved from https://www150.statcan.gc.ca/n1/en/type/data?MM=1
Government of Canada. (2021). Working in Canada. Retrieved from https://www.canada.ca/en/services/immigration-citizenship/work-canada.html
Canadian Immigrant. (2021). Top 10 In-Demand Jobs in Canada. Retrieved from https://canadianimmigrant.ca/careers-and-education/top-10-in-demand-jobs-in-canada
Workopolis. (2021). Job Search Platform. Retrieved from https://www.workopolis.com/
Monster Canada. (2021). Job Search Platform. Retrieved from https://www.monster.ca/
Indeed Canada. (2021). Job Search Platform. Retrieved from https://ca.indeed.com/
Government of Canada. (2021). Labour Market Impact Assessment. Retrieved from https://www.canada.ca/en/employment-social-development/services/foreign-workers/median-wage.html
Government of Canada. (2021). Immigration and Citizenship. Retrieved from https://www.canada.ca/en/services/immigration-citizenship.html
LinkedIn. (2021). Professional Networking Platform. Retrieved from https://www.linkedin.com/Government of Canada. (2021). Job Bank. Retrieved from https://www.jobbank.gc.ca/
Statistics Canada. (2021). Labour Force Survey. Retrieved from https://www150.statcan.gc.ca/n1/en/type/data?MM=1
Government of Canada. (2021). Working in Canada. Retrieved from https://www.canada.ca/en/services/immigration-citizenship/work-canada.html
Canadian Immigrant. (2021). Top 10 In-Demand Jobs in Canada. Retrieved from https://canadianimmigrant.ca/careers-and-education/top-10-in-demand-jobs-in-canada
Workopolis. (2021). Job Search Platform. Retrieved from https://www.workopolis.com/
Monster Canada. (2021). Job Search Platform. Retrieved from https://www.monster.ca/
Indeed Canada. (2021). Job Search Platform. Retrieved from https://ca.indeed.com/
Government of Canada. (2021). Labour Market Impact Assessment. Retrieved from https://www.canada.ca/en/employment-social-development/services/foreign-workers/median-wage.html
Government of Canada. (2021). Immigration and Citizenship. Retrieved from https://www.canada.ca/en/services/immigration-citizenship.html
LinkedIn. (2021). Professional Networking Platform. Retrieved from https://www.linkedin.com/
Views: 80