د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف ددویم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر وټکل شو، هغه د پیپلز ګوند سره ایتلافي حکومت جوړ کړی دی.
د پاکستان په تېرو پارلماني ټاکنو کې هېڅ یوه ګوند کثریت ترلاسه نه کړ چې له امله یې مسلم لیګ او پیپل ګوندونو له یو شمېر نورو وړو ګوندونو سره ایتلافي حکومت جوړ کړ.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې د لومړي وزارت لپاره ټاکنې ترسره شوې، د پاکستان مسلم لیګ ګوند غړي شهباز شریف ۲۰۱ رایې او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند غړي عمر ایوب خان ۹۲ رایې ترلاسه کړې.
دغه راز شهباز شریف د رایو په اکثریت سره د پاکستان لومړی وزیر وټکل شو.
تر دې مخکې هغه د یوه نیم کال لپاره د پاکستان لومړی وزیر و.
Views: 9