د موضوع پېژندنه:
کاناډا د افغان محصلينو د تحصيل لپاره يو له بهترينو ځایونو څخه دی؛ په دغه هېواد کې د تحصيل ترڅنګ د کاناډا له متنوع او پرمختللي چاپېريال سره اشنا کېدلی او د خپل مسلک په برخه کې ډېر فرصتونه موندلی شئ. په دې مفصله ليکنه کې د کاناډا د تحصيلي ویزې ترلاسه کولو بشپړ لارښود وړاندې شوی چې په کې د تحصیل افشنونو، سکالرشيپونو، ځاني تمويل او زدهکوونکو لپاره مهمې سپارښتنې ځای شوې دي.
په کاناډا کې د زدهکړو فرصتونه
په کاناډا کې د ګټور او سوکاله ژوند جوړولو لپاره یوه مهمه لار د زدهکړو فرصتونه دي او د کاناډا ویزې ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه لاره هم ده. کاناډا د نړۍ په کچه غوره پوهنتونونه لري او په مختلفو برخو کې محصلينو لپاره پراخ پروګرامونه لري.
د افغان کډوالو لپاره بورسونه او مالي برخو کې ډېر فرصتونه شتون لري چې د هغوی د تحصيل لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي؛ په دغو فرصتونو کې د کاناډا حکومت له لوري ځانګړي پروګرامونه، د پوهنتون ځانګړي بورسونه او خصوصي بورسونه شامل دي. اړینه ده دغه فرصتونه په بشپړ ډول وڅېړلی شي، څو يې د شرایطو او مهلت یا مودې په اړه پوره معلومات ترلاسه شي.
په کاناډا کې د ښوونیز مرکز او اړوند تحصيلي پروګرام په انتخابولو سره د دغه هېواد په تعليمي بنسټونو کې زدهکړې پيلولی شئ؛ کله چې تاسو يو تحصيلي پروګرام غوره کړ، له هغه وروسته اړتیا لرئ مستقيم اړوند تعليمی مرکز ته غوښتنلیک وسپارئ؛ که څه هم هر تعليمي نهاد د محصلينو جذبولو لپاره خپل شرایط لري، خو عموماً دغه بنسټونه د ژبني مهارت سندونو، د مخکني تحصيل ترانسکريپټ او ځيني وختونه ريکمنډېشن ليټرونو (recommendation letters) ته اړتيا لري.
نړۍوال محصلين د خپلې خوښې پوهنتون کې له داخلې اخیستو وروسته د تحصيل جواز لپاره هم غوښتنليک سپارلی شي؛ دغه سند د کاناډا د (IRCC) ادارې له لوري ورکول کېږي او په اخیستو سره یې بهرني محصلين کولی شي په کاناډا کې تحصيل وکړي. له دې ادارې د سند ترلاسه کولو لپاره ځيني اسناد لکه پوهنتون ته د داخلې (admission letter)، هویت (معتبر پاسپورټ يا معتبر سفر سند) او د مالي حمايې اسناد له ځان سره ولرئ.
په کاناډا کې د تحصيل له بشپړولو وروسته د دايمي هستوګنې لارې چارې هم شته؛ له ثانوي زدهکړو څخه پورته بنسټونو (post-secondary institutions) کې د زدهکړو له بشپړولو وروسته بهرني محصلين د (Post-Graduation Work Permit [PGWP]) په نوم کاري جواز لپاره غوښتنليک سپارلی شي او د دغه جواز په ترلاسه کولو سره تر درېیو کلونو پورې په کاناډا کې کار کولی شي. له دې کاري دورې څخه اخیستل شوې تجربې ورسره مرسته کوي چې د مختلفو مهاجرتي پروګرامونو په وسیله د دايمي هستوګنې فرصتونه ترلاسه کړي.
په پايله کې ویلی شو چې افغانان که چېرې د کاناډا له تحصيلي فرصتونو ګټه واخلي، دا به د دوی لپاره په کاناډا کې د بريالي ژوند پيلولو لپاره غوره اقدام وي. که څه هم دې موخې ته رسېدل به ستونزمن وي، خو د غوره پلان او سختو څېړنو په ترسره کولو سره بالاخره دې موخې ته ځان رسولی شي.
د لوړو زدهکړو موسسو ډولونه
۱- د دې هېواد پوهنتونونه د ليسانس، ماسټرۍ او دکتورا په کچه سندونه وړاندې کوي.
۲- کالجونه او پوليتخنيک مرکزونه چې ډيپلومونه، سرټيفيکيټونه او د تخنيکي برخو سندونه (Applied Degrees) وړاندې کوي.
تحصيلي پروګرامونه
د خپلو اکاډميکو ليوالتیاوو، موخو او شرایطو په پام کې نیولو سره يو پروګرام غوره کولی شئ.
اړين ژبني مهارتونه
په دغه هېواد کې د خپلې خوښې پوهنتون ته د غوره کېدو لپاره بايد په انګليسي يا فرانسوي ژبو باندې قوي حاکميت ولرئ او له ټافل، ایليټس يا TEF ازموينو څخه بايد يوه مو په برياليتوب سره پاس کړې وي.
د کاناډا پوهنتونونو کې د داخلې اخیستلو لپاره اپلای کول:
د پوهنتونونو او د هغو د تحصیلي پروګرامونو په اړه پلټنه او څېړنه وکړئ: د خپلې خوښې پوهنتون په انتخابولو کې ځيني فکتورونه لکه موقعیت، د پوهنتون درجهبندي (رېنکېنګ)، تحصيلي پروګرامونه او تحصيلي فیس په پام کې ولرئ. د اړوند پوهنتونونو ويبپاڼې تعقيب کړئ او يا هم له تعليمي سلاکارانو او خپلو هغو ملګرو چې په کاناډا کې تحصيل کوي، مرسته وغواړئ.
غوښتنليک مو چمتو کړئ: اړين عملي اسناد، ریکمنډېشن لېټرز، په ټافل يا بلې معتبرې ازموينه کې د بريا اسناد چمتو کړئ. يو پياوړی ارادهلیک (letter of intent) چمتو کړئ چې په کې ستاسو اکاډميکي لاسته راوړنې، د خپل مسلک اړوند هيلې یا امیدونه او اړوند پوهنتون ته د اپلای کولو دلایل په کې ذکر شوي وي. په پای کې ځان ډاډمن کړئ چې په اړوند پوهنتون کې د داخلې لپاره پر ټولو شرایطو پوره یاست او له ټاکلې وروستۍ نېټې مخکې مو ورته اپلای کړی دی.
د کاناډا تحصيلي ویزې نمونه
غوښتنليک سپارل: ځيني پوهنتونونه ښايي درڅخه وغواړي چې د غوښتنليک سپارلو لپاره له يوه متمرکز سیسټمه استفاده وکړئ؛ د بېلګې په توګه د Ontario پوهنتون د غوښتنليک سپارلو لپاره ځانګړی سیسټم (Ontario Universities’ Application Centre [OUAC]) لري، يو شمېر نور پوهنتونونه ښايي په خپله د غوښتنليک سپارلو انلاين پورتالونه ولري. د غوښتنليک سپارلو په پار هر اړين فیس بايد ورکړئ او له ټاکل شوې وروستۍ نېټې مخکې ورته د غوښتنليک کامل پکېج وسپارئ.
بورسونه او مالي فرصتونه
داخلي سکالرشيپونه او بورسونه: ډېری پوهنتونونه نړۍوالو محصلينو لپاره سکالرشيپونه او بورسونه د ځينو فکټورونو لکه اکاډميکي وړتياوو، مالي اړتياوو، په اړوند پوهنتون کې د موجوده سکالرشيپونو او نورو معيارونو په پام کې نیولو سره مهیا کوي؛ څومره ژر چې ممکنه وي بايد اپلای وشي، څو د بريا چانس مو زيات وي.
بهرني بورسونه او د تمویل سرچينې: ۱- د اغا خان بنسټ د نړۍوالو سکالرشيپونو پروګرام چې د افغانستان او نورو هېوادونو محصلينو لپاره سکالرشيپونه وړاندې کوي؛ ۲- د کاناډا نړۍوال پوهنتون خدمات (WUSC) چې پر شرایطو پوره کډوالو محصلينو لپاره پروګرامونه لري؛ ۳- نورې غیرانتفاعي ادارې او بنسټونه چې د نړۍ په کچه د محصلينو لپاره د سکالرشيپونو خدمات وړاندې کوي.
ځيني مهم ټکي چې سکالرشيپونو ته د اپلای لپاره بايد په نظر کې ونیول شي: په هغو برخو کې چې غواړئ تحصيلي سکالرشيپ لاس ته راوړئ، سمدستي پرې پلټنه او څېړنه پیل کړئ او زماني مهلتونه يې په پام کې ونیسئ؛ د ځانګړي سکالرشيپ لپاره خپل غوښتنليک له معيارونو سره سم چمتو کړئ. د اړوندې مرجع له ښوونکو، پروفيسورانو يا کارکوونکو څخه د قوي ريکمنډېشن لېټرونو (recommendation letters) غوښتنه وکړئ. په غوښتنليک کې مو علمي لاسته راوړنې، ټولنيزې ښکېلتيا او شخصي پياوړتيا په اړوند ټکي روښانه کړئ.
د تحصيل په موده کې د ځاني تمويل افشنونه
تحصيلي فیسونه او د اوسېدو لګښتونه: تحصيلي موسسو او د دوی پروګرامونو ته په پام سره يې لګښتونه متفاوت دي؛ نړۍوال محصلين د داخلي محصلينو په پرتله لوړ فیسونه پرې کوي. همدارنګه د اوسېدو لګښتونه په ځينو فکټورونو لکه د اوسېدو په ځای او د ژوند په طرز پورې تړاو لري.
نړېوالو محصلينو لپاره د کارموندنې فرصتونه:
۱- په خپله په پوهنتون کې دنده چې کاري جواز ته اړتيا نه لري. ۲- له پوهنتون څخه بهر دنده چې کاري جواز ته اړتيا لري او د اکاډميکې دورې په جريان کې په اونۍ کې يوازې شل ساعته د کار کولو حق ورکول کېږي. ۳- عملي کار، پروګرامونه او انټرشيپونه چې د اکاډميک پروګرام برخه دي او بېل کاري جواز ته اړتيا لري.
د پارټټايم کار افشنونه
پرچون فروشي، مېلمهپالنې خدمات او خدماتي صنعت د پارټټايم دندو لپاره مشهور انتخابونه بللی شو.
د کاناډا تحصيلي جواز ترلاسه کول
تحصيلي جواز لپاره اپلای کول: کله مو چې د کاناډا تحصيلي ويزې د قبوليت ليک (acceptance letter) ترلاسه کړ، له هغه وروسته د تحصيلي جواز لپاره Designated Learning Institution (DLI) ادارې له لارې اپلای کولی شئ؛ د دې لپاره انلاین غوښتنليک فورم ډک او اړين اسناد لکه قبوليت ليک، مالي حمايت کوونکي ثبوت او پاسپورټ ورته چمتو کړئ، د غوښتنليک ډکولو فیس بايد ورکړئ او غوښتنليک مو بايد تر ټولو نږدې ويزې اپليکېشن سنټر (VAC) ته وسپارئ يا هم دغه چاره انلاین ترسره کړئ.
د تحصيلي جواز د پروسس وختونه: د پروسس وختونه ستاسو د هستوګنې په هېواد پورې اړه لري، هر څومره ژر چې ممکنه وي بايد اپلای وشي، تر څو د پروګرام له پیل کېدو مخکې تحصيلي جواز لاس ته راوړئ.
د تحصيلي جواز له لغوه کېدو مخنیوی: د دې لپاره چې خپل تحصيلي جواز فعال وساتئ، باید په DLI کې ثبت پاتې شئ، په زدهکړو کې رضايت بخشه پرمختګ ولرئ او د تحصيلي جواز شرایط پوره کړلی شئ.
په کاناډا کې ژوند کولو لپاره تيارېدل
د هستوګنځای پيدا کول: د هستوګنې پر افشنونو لکه د پوهنتون په محوطه کې اوسېدنه، د پوهنتون له محوطې بهر اپارتمانونو کې اوسېدنه او پر هستوګنیزو کورو باندې څېړنه او پلټنه وکړئ. ځيني عوامل لکه له پوهنتون سره واټن، عمومي ترانسپورټېشن او د هستوګنځای مياشتنۍ کرایه په پام کې ونيسئ.
روغتيايي بېمه: نړۍوال محصلين اړتيا لري چې د تحصيل په دوران کې روغتیایي بېمه ولري؛ د دغه مقصد لپاره د عمومي او خصوصي بېمو مرکزونو په اړه چې ستاسو له اړتياوو سره سم وي، پلټنه وکړئ.
کلتوري سازګاري: د دغه هېواد په چاپېريال کې به نوي کلتورونه، خواړه او ټولنیز دودونه تجربه کړئ، باید ذهناً ورته اماده و اوسئ او ورسره د عادي کېدو او بلدېدو لپاره په محلي ټولنو او نورو ټولنیزو فعاليتونو کې ښکېل پاتې شئ.
پایله:
د کاناډا تحصيلي وېزه چې تعليمي مرکزونو او پوهنتونونو ته د داخلو له لارې لاس ته راوړلی شئ، د هغو افغان محصلينو لپاره چې د باکيفيته او غوره تحصيلاتو په لټه کې وي، ګڼ شمېر مزیتونه لري. د دغه جامع لارښود په تعقيبولو سره د کاناډا پوهنتونونو لپاره د غوښتنليک لېږلو له پروسو سره اشنا کېدلی شئ او ترڅنګ یې دغه لارښود درسره مرسته کوي چې د خپلې خوښې سکالرشيپ موندلو او تمویل افشنونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ او په دغه هېواد کې په برياليتوب سره خپل اکاډمیک سفر پيل کړئ.
اخځلیکونه:
Citizenship and Immigration Canada. (2021). Study in Canada: A guide for international students. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/study-canada.html
Immigration, Refugees and Citizenship Canada. (2021). Get a study permit. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/study-canada/study-permit.html
Universities Canada. (2021). Directory of Canadian universities. Retrieved from https://www.univcan.ca/universities/member-directory/
Scholarships Canada. (2021). Scholarships for international students in Canada. Retrieved from https://www.scholarshipscanada.com/InternationalStudents
Government of Canada. (2021). Work off-campus as an international student. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/study-canada/work/work-off-campus.html
Canada Visa. (2021). Post-graduation work permit program (PGWPP). Retrieved from https://www.canadavisa.com/post-graduation-work-permit-program.html
Canadian Information Centre for International Credentials. (2021). Credential evaluation services in Canada. Retrieved from https://www.cicic.ca/1378/credential_evaluation_services_in_canada/index.canada
Government of Canada. (2021). Express Entry: How we rank your profile. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/immigrate-canada/express-entry/eligibility/rank.html
Government of Canada. (2021). Provincial Nominee Program (PNP). Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/immigrate-canada/provincial-nominees.html
Canadian Bureau for International Education. (2021). International students in Canada. Retrieved from https://cbie.ca/infographic/international-students-in-canada/
Views: 130