د ازادو سیالیو افغان ورزشکار جاوېد بشارت نن له خپل کاناډایي سیال ایمن ذهبی سره سیالي ترسره کوي.
جاوېد بشارت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې نن له خپل کاناډایي سیال سره میدان ته کښته کېږي.
دغه سیالي د ۶۱ کیلوګرام وزن کې نن شپه د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د «UFC» په سازمان کې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، دا د جاوېد بشارت ۱۶مه سیالي چې ترسره کوي یې.
دغه راز د ازادو سیالیو بل افغان ورزشکار عبدالعظیم بدخشي پر خپله فېسبوکپاڼه نشر کړې یوه ویډیو کې ویلي چې د روانې مارچ میاشتې په ۹مه له خپل هندي سیال سره سیالي کوي.
Views: 73