افغان سوکوهونکي محمد ذکریا زماني په یوه سیالۍ کې خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړه.
د راپورونو له مخې، یاده سیالي نن د ټایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه.
دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې نن یوه ویډیو خپره شوې چې په کې لیدل کېږي افغان سوکوهونکی محمد ذکریا زماني خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکوي.
د یادونې ده، د روان ۱۴۰۲ کال د تېرې لېندۍ میاشتې په پنځمه هم افغان سوکوهونکي محمد ذکریا زماني په یوه سیالۍ کې خپل ټایلنډي سیال بانپورت کاهویام ته ماتې ورکړې وه.
Views: 55