د کاناډا پولیسو ویلي، له امریکا سره پولې ته نږدې یې د دوو ماشومانو په ګډون د اتو کسانو مړي موندلي دي.
یاد پولیس وايي چې یاد مړي یې له یوې چپه شوې کښتۍ سره نږدې جبهزار کې موندلي او زیاتوي چې یادو کسانو غوښتل له غیرقانوني ډول له امریکا کاناډا ته واوړي.
سرچینې زیاته کړې چې وژل شوي د رومانیا او هند وګړي وو او د یو ماشوم عمر له درې کلونو ټیټ دی.
د دې کسانو مړي د موهاک په سیمه کې پیدا شوي چې د کاناډا د کیوبک او انټیریو ښارونو او د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ایالت ترمنځ پرته ده.
پولیسو ویلي، کومه کښتۍ چې د دغو کسانو له مړو سره نږدې پیدا شوې، ډېره وړه ده چې په باران، تند باد او ږلۍ کې مقاومت نه لري.
مسوولینو ویلي چې جسدونه یې د عدلي طب معایناتو لپاره لېږي چې د مړینې اصلي علت یې معلوم کړي.
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو د پېښې په هکله خبریالانو ته وویل چې دا یوه زړه ماتوونکې پېښه وه او د وژل شوو کسانو د کورنیو له غړو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
په سیمه کې پولیس وایي، په همدې سیمې کې د خلکو تګ راتګ ډېر شوی؛ د روان میلادي کال له پیله راهیسې یوازې له همدې سیمې ۴۸ کسان له کاناډا امریکا او له امریکا کاناډا ته اوښتي دي.
یاد مړي په داسې مهال پیدا کېږي چې د متحده ایالتونو جمهور رئیس جو بایډن او د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو څه باندې یوه اونۍ مخکې د کډوالۍ یوه هوکړه اعلان کړله چې له مخې به یې د هغو پناه غوښتونکو مخه ونیول شي چې په غیرقانوني توګه د کاناډا – امریکا له سرحدونو تېریږي.
د موافقې له مخې، دواړه هیوادونه کولی شي هغه پناه غوښتونکي بېرته وشړي چې په غیررسمي لارو له کاناډا امریکا او یا له امریکا کاناډا ته اوړي.
د موافقې موخه له کاناډا سره د هغو پناه غوښتونکو په مخنیوي کې مرسته کول دي چې لومړی امریکا او یا بل هېواد ته تللي وي او بیا کاناډا ته د پنا اخیستو لپاره له غیررسمي لارو داخلیږي.
له دې مخکې چې د متحده ایالتونو او کاناډا ترمنځ کومه هوکړه شوې وه، د دواړو هېوادونو چارواکو یوازې هغه پناه غوښتونکي بېرته شړل چې د سرحدونو له رسمي لارو اوښتل خو په غیر رسمي سرحدونو پر راغلو پناه غوښتونکو نه تطبیقېده.
Views: 10