د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي، څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال ایران کې اوسېږي او باید افغانستان کې داسې شرایط برابر شي څو د دغو کډوالو یوه برخه خپل هېواد ته ستانه شي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پرون (شنبه) له دانشجو خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د افغانستان د لوستو او کاري ځواک یوه مهمه برخه په ایران کې ده.
هغه څرګنده کړې: «هېواد کې له شپږ میلیون ډېر افغان کډوال لرو. د افغانانو کډوالي د هغو ناورینونو له امله ده چې امریکایانو په هغه هېواد کې رامنځته کړې ده. د ایران او افغانستان خلکو ترمنځ د اختلافاتو راپیدا کول د دښمن کار دی. باید افغانستان کې داسې شرایط رامنځته شي ځو ځیني دغه کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.»
د هغه په وينا، هغه لوستي افغانان چې په ايران کې يې زدهکړې کړې، کولاى شي خپل هېواد ته ستانه شي او مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم ویلي وو چې غیرقانوني کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د وړاندې شوو معلوماتو پر بنسټ، تېرو نهو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۷ زره او ۵۰۰ افغان کډوال په روز او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 8