د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې الف (افغان ابدالیان) لوبډله د یو لړ سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر کوي.

د کرکټ بورډ له خوا د کب په ۴مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ابدالیان کرکټ لوبډله د روان کال په اپرېل میاشت کې د پنځو یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ لوبې په موخه سریلانکا ته سفر کوي.

سرچینې زیاته کړې، د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۲۸مه پیل او د مې تر ۱۴مې به په یاد هېواد کې دوام ومومي.

کرکټ بورډ ویلي، افغان ابدالیان به د اپرېل میاشتې په ۲۵مه سریلانکا ته روانه شي او هلته به د سیالې لوبډلې پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د همدې میاشتې په ۲۸مه پیل کړي.

دغه راز به دویمه یو ورځنۍ لوبه د اپرېل میاشتې په ۳۰مه، درېیمه د مې په دریمه، څلورمه لوبه په پنځمه او وروستۍ پنځمه لوبه به د همدې میاشتې په ۷مه په یاد هېواد کې ترسره شي.

د یو ورځنیو سیالیو په پای کې به افغان ابدالیان لوبډله د سیالې لوبډلې پر وړاندې د مې په ۱۱مه یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي چې د یادې میاشتې تر ۱۴مې به دوام ومومي.

کرکټ بورډ وایي چې د یادو سیالیو لپاره لوبغالي نه دي مشخص شوي او د دواړو لورو ترمنځ له هوکړې وروسته به یې اړوند معلومات له رسنیو سره شریک شي.

د یادونې ده، د افغانستان ملي لوبډله هم څو ورځې مخکې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره د ټسټ، یوه ورځنیو او شل اووریزو سیالیو لړۍ پای ته ورسوله.

 

Views: 101