د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په دغه هېواد کې غیرقانوني کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

وحیدي پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پيغام په خپرولو ویلي: «غیرقانوني وګړي باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي او پاتې نور هم باید د یوه منظم پروګرام له لارې د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.»

هغه زیاته کړې چې له دې مخکې بهرنیو وګړو ته د موقت اوسېدو څو ډوله کارتونه وېشل شوي وو؛ خو اوس ټول اړین مشخصات په یوه ځیرک کارت کې لیکل شوي دي.

د هغه په خبره، اوس بهرنیو وګړو ته یوازې یو کارت په پام کې نیول شوی ‎چې ځینو کسانو ته وېشل شوي دي. ‎

له دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي وو، په دغه هېواد که د قانوني اسنادو نه درلودونکي ‎ بهرني وګړي باید خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي او د اسنادو لرونکي کسان هم باید تنظیم شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د وړاندې شوو معلوماتو پر بنسټ، تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۷ زره او ۵۰۰ افغان کډوال په روز او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 9