د افغانستان د «اشی‌هاراکاراته» فدراسیون پخواني ملي لوبغاړي قهرمان شاهین د موی‌ټای په سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه.

د راپورنو له مخې، شاهین تېره شپه د ۶۳ ګیلوګرامه وزن په برخه کې له خپل ټایلنډي سیال سره د دغه هېواد په پوکت ښار کې سیالي ترسره کړه چې په درېیم رونډ کې یې په فني ضربې سره ماتې ورکړه.

دغه افغان ورزشکار د «بي‌اېف‌سي» کمربند د ګټلو په موخه له خپل ټایلنډي سیال سره لوبه ترسره کړې ده.

د افغانستان د اشی هاراکاراته فدراسیون سکرټر جنرال عبدالمتین فردوس نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې قهرمان شاهین مخکې د اشی هاراکاراته د ملي لوبډلې لوبغاړی و او شاوخوا لس کاله په ملي لوبډله کې پاتې شوې و.

هغه زیاته کړه چې شاهین اوس پاکستان کې ژوند کوي او خلکو ته د موی‌ټای برخه تمرینات ورکوي او هم په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.

Views: 9