د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۲۷۳ نور افغان کډوال یې هم له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې نن سهار (پنج‌شنبې) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، یاد کسان د یوې چارتر الوتنې له لارې له پاکستانه ونکوور ښار ته لېږدول شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، یاد کسان به د کاناډا په ۲۷ سیمو کې ځای پر ځای شي.

د کاناډا دولت وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان پناه‌غوښتونکو لېږد ډېر کړی او نږدې هره اونۍ په چارتر الوتنو کې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي لېږدوي.

سرچینه زیاتوي، کاناډا د ۲۰۲۱ کال له اګسټه دغه هېواد ته د لږ تر لږه ۴۰ زره افغان کډوالو د لېږد موخې ته رسېدلې او د نورو پر شرایطو برابر کسانو غوښتنلیکونو ته د رسېدنې لپاره کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په سلواغه میاشت کې هم د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې دغه هېواد ته له پاکستان د ۳۰۴ افغان ‌پناه‌غوښتونکو د لېږد خبر ورکړی و.

 

Views: 29