په کاناډا کې د افغانانو د مورنېو ژبو ساتنه او وده

فبروري 22, 2024

غاټول بنسټ د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې په مناسبت د تېرې چهارشنبې په ورځ د وېبنار له لارې په کاناډا کې د افغانانو د مورنېو ژبو د ساتنې او ودې تر عنوان لاندې انلاېن جوړ کړ.

په دې وبېنار کې د ښوونې او روزنې ښوونکو، د تاریخ کارپوهانو او مدني فعالانو په کاناډا کې افغان ماشومانو ته په پښتو او دري ژبو د زده کړو فرصتونه په لارو چارو خبرې وکړي.

د فبرورۍ ۲۱مه (د کب ۲) چې د مورنۍ ژبې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي پروګرام له خوا د ژبو او فرهنګونو ساتنې په موخه په دې نوم نومول شوې او دا ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

Views: 12