بوستون پوهنتون وايي، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دغه پوهنتون د «افغانستان مېرمنو اقتصادي مقاومت» تر نوم لاندې یوه ناسته وکړي.
بوستون پوهنتون یوې خبرپاڼه کې لیکلي، یاده ناسته به د روان کال د فبرورۍ میاشتې به ۲۷مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې ترسره شي.
د خبرپاڼې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن به په یاده ناسته کې وینا وکړي.
سرچینې زیاته کړې، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي رینا امیري او توماس وېسټ به هم یاده ناسته کې ګډون وکړي.
د دې غونډې تنظیموونکو ویلي، یاده ناسته کې به د افغان مېرمنو پر زدهکړو، دندو، د اقتصادي پرمختګونو لپاره د اړتیا وړ سیاستونو، مشارکت او حیاتي پانګونو تمرکز وشي.
د یادونې ده، بوستون پوهنتون د امریکا متحده ایالاتونو یو له معتبرو پوهنتونو دی چې په ماساچوست ښار کې موقعیت لري.
یاد پوهنتون امریکا کې څلورم لوی خصوصي پوهنتون دی.
Views: 7