د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټیرش وایي، چې د دوحې کنفرانس ګډونوال افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق وو، خو پر دې موضوع به لا نورې سلا مشورې وشي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۳۰مه) د قطر پلازمینې دوحه کې د افغانستان په اړه تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس وکړې.
دا کنفرانس چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې جوړ شوی و، په کې د شاوخوا ۲۸ هېوادونو استازو او د افغانستان د مدني ټولنې څلورو غړو برخه اخیستې وه، خو د افغانستان سرپرست حکومت – سره له دې چې بلنه ورکړل شوې وه- په وروستیو شېبو کې وویل چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا کنفرانس ډېر ګټور وباله او ویې ویل چې ګډونوالو په کې د افغانستان په تړاو مهمې خبرې او بحثونه وکړل.
هغه زیاته کړه، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې ته ورشي، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ګوتېرش هیله وښوده چې د هغوی استازي په راتلونکي کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.
ګوتېرش وویل، د افغانستان سرپرست حکومت په دغې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي وو چې د ګوتېرش په وینا ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.
د نوموړي په وینا، د هغوی یو شرط دا و چې د افغانستان له نورو استازو سره به په دې غونډه کې خبرې نه کېږي.
راپورونه وايي چې د کابل شرطونه دا هم وو چې د دوحې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارل کېدو په اړه بحث نه کېږي، په غونډه کې دې کابل د افغانستان د استازي په توګه ومنل شي او کابل پلاوی به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره ملاقات کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل، کنفرانس کې د افغانستان د سرپرست حکومت نه ګډون غونډې ته هېڅ زیان ونه رساوه.
نوموړي د دوحې د غونډې د هدف په اړه وویل: «موږ د یو سوله ییز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري.»
ده زیاته کړه: “افغانستان باید د اورپکۍ مرکز نه شي، د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه واخلي.”
ګوتېرش وایي، چې نړۍوالو مکلفیتونو ته پابندي، له ګاونډیانو او نړۍوالو سره د سرپرست حکومت د اړیکو په ټېنګولو او د افغانانو حقونو ته په درناوي سره به هغوی د نړېوالې ټولنې سیاسي او اقتصادي میکانیزمونو کې ور ګډ شي.
هغه زیاته کړه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره ګډونوال د ملګرو ملتونو د ځانګړي مفتش له ارزونو سره موافق وو، چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګمارل وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د یو ځانګړي استازي د ګومارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړې.
د ځینو سرچینو په وینا، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د روانې زېږدیزې میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وګومارل شي.
ویل کېږي چې چین، روسیه، ایران او پاکستان د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافقه نه ده کړې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ځینو مشخصو هېوادونو څخه د اړیکو د یوې ډلې د جوړولو د طرحې په اړه هم وغږېد، ويې ویل چې له کابل سره په تعامل کې نوره همغږي هم وشي. خو هغه زیاته کړه چې د تماس ډلې جوړول د هغه شخصي نظر دی.
انتوني ګوتېرش وویل، روسیې غوښتي وو چې د دوحې په غونډې کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره لیده کاته ونه شي.
خو هغه زیاته کړه: «زه له دغه وړاندیز سره بیخي مخالف یم. له طالب مقاماتو سره ملاقاتونه مهم دي، خو فکر کوم دا هم ډېر مهم دي چې په افغانستان کې د نورو خلکو خبرې هم واورېدل شي.»
د افغانستان د مدني ټولنو په استازیتوب خبریال لطف الله نجفي زاده، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شاه ګل رضايي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو فعاله میترا مهران د دوحې غونډې ته بلل شوي وو.
Views: 14