د ازادو سیالیو افغان ورزشکار بازمحمد مبارز وایي چې په راتلونکې مارچ میاشت کې له خپل فرانسوي سیال «جوهان وان ډي هیل» سره سیالي ترسره کوي.
دغه افغان ورزشکار پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، ډېر خوشحاله دی چې یو ځل بیا به له یوې احساساتي او په زړه پورې سیالۍ سره د هېوادوالو په خدمت کې وي.
مبارز ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۳۱مه به له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ شي.
نوموړي زیاته کړې: «زما مخالف له فرانسې هېواد څخه جوهان وان ډي هیل دی، که څه هم هغه یو د MMA مسلکي فایټر دی، شپږ مسلکي MMA سیالۍ یې ترسره کړي چې څلور یې ګټلي او دوه یې بایللې دي.»
هغه وایي چې دغې سیالۍ ته یې چمتووالی نیولی او هڅه کوي چې یاده لوبه وګټي څو د افغانستان د بریا او د خپلو هېوادوالو د خوښۍ لامل وګرځي.
دغه سیالي په ټایلنډ هېواد کې ترسره کېږي.
د یادونې ده چې د ازادو سیالیو یوه بل افغان لوبغاړي فرید بشارت د روان کال د مرغومي په ۲۴مه د «یواېفسي» سازمان سیالیو په لړ کې خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړې وه.
Views: 132