د پاکستان پولیس وايي چې د دغه هېواد د اسلاماباد ښار په «بهارکهوي» سیمه کې یوه افغان کډوال ځانوژنه کړې ده.
د اسلاماباد ښار پولیسو د دې پېښې په تایید سره ته ویلي چې د محمد شفايي په نوم یوه ۲۸ کلن افغان دوه کاله مخکې له کورنۍ سره پاکستان ته کډه کړې وه.
سرچینې لیکلي هغه له کاناډا هېواده پناه غوښتنې وه چې په دې موده کې یې دوسیه یو څه مخ ته تللې خو درې ورځې مخکې یې منفي ځواب ترلاسه کړ.
د پاکستاني پولیسو په وینا، شفايي د خپلې پناه غوښتنې نه منلو له امله تر رواني فشار لاندې راځي او تېر ورځ ماښام د خوب په کوټه کې ځان زندۍ کوي.
سرچینه زیاتوي، د شفايي جسد د عدلي طب له معایناتو وروسته نن د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د محمد شفايي یوه خپل اللهداد وویل چې هغه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی و چې یو زوی او یوه لور ترې پاتې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د شفايي جسد نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې افغانستان ته ولېږدول شو.
اسلاماباد کې د افغان کډوالو استازې ثریا صبیر وايي: «موږ د ځینو ادارو او سرچینو له لوري په پاکستان کې د افغان کډوالو د اسنادو څېړلو بهیر د سستوالي د ناوړو پایلو شاهدان یو.»
صبیر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان کې درې افغان کډوالو چې یوه یې نجلۍ او دوه یې نارینه دي، د پناه غوښتنو دوسیو ته یې د نه رسېدنې له امله ځانوژنه کړې ده.
د هغې په خبره، پاکستان کې د افغان کډوالو دوسيو ته د رسېدو لپاره له ځينو سرچينو او سفارتونو سره سلا مشورې روانې دي.
Views: 16