د پاناما هېواد په کارائیب سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله چې ۲۷ کسان په کې سپاره وو او ډېری یې افغانان وو، لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.
فاکس نیوز د پاناما د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یاده کښتۍ د چهارشنبه په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) ډوبه شوې ده.
د راپور له مخې، د یادې کښتۍ ډوبېدو له امله چې ۲۷ سپرلي یې درلودل او ډېری یې افغانان وو، د دوو مېرمنو او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
د پاناما امنیتي چارواکو ویلي، د یادې کښتۍ یو سپرلی لا هم ورک دی او د پیدا کولو هڅې یې روانې دي.
د یادونې ده، پاناما کې د کارائیب سواحلو لاره د ناقانونه کډوالۍ له لارو څخه یوه ده چې په دې وروستیو کې امریکا ته له دې لارې د کډوالۍ هڅې ډېرې شوې دي.
له دې مخکې د پاناما د امنیت وزارت ویلي وو چې د کال په دغه وخت کې خراب اقلیمي شرایط د دغه ډول پېښو لامل کېږي.
Views: 8