بریالۍ څېرې؛ جرمني کې وتلی سوداګر او ټولنیز فعال حاجي شېرعلي شېر

فبروري 17, 2024

دا ځل په بریالۍ څېرې خپرونه کې په جرمني کې وتلی سوداګر او د ټولنیزو چارو فعال حاجي شېرعلي شېر مېلمه دی.

هغه دا مهال په کولن ښار کې پر سوداګرۍ بوخت دی او د دې ترڅنګ هوټلونه هم لري.

شېرعلي له هغو افغانانو سره چې اروپا، په ځانګړي ډول جرمني ته راغلي، خپلې کاري تجربې شریکې کړې او هغوی یې ازاد کاروبار ته هڅولي دي.

نوموړی چې د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، له ۴۴ کلونو راهیسې په جرمني کې اوسېږي او پنځه اولادونه لري.

Views: 45