یوې ترکي کمپني د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي د معدني موادو په مقابل کې افغانستان ته رېل تولید کړي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دې ادارې مشر ملا بخت‌الرحمن شرافت تېره ورځ د رېلپټلۍ نړېوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې (UICRAME) د ٣١مې غونډې له اجنډا سره سم، د ترکیې “کاردمیر” اوسپنې ویلي کولو له کمپنۍ څخه تخنیکي لیدنه کړې.

کاردمیر کمپنۍ د سیمې په کچه د اوسپنې ویلي کولو مشهوره کمپنۍ ده چې د رېل اړوند وسایل لکه د لوکوموتیو او درزین ویلونه (بوژي) او نور توليدوي.

په دې ليدنه کې د یادې کمپنۍ مشر سرکان اتامیر ویلي، دغه کمپنۍ چمتو ده چې د معدني موادو په مقابل کې افغانستان ته رېل تولید کړي او دوی دغه تجربه په نورو هېوادونو کې کړې او مثبته پایله یې لرلې ده.

د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې مشر یاد وړاندیز ته په ځواب کې ویلي، په دغه وړاندیز به په کابل کې بحث کېږي او د افغان حکومت د موافقې په صورت کې به مخ پر وړاندې ځي.

Views: 10