د خوست ولایت شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه له یوه ډله ییز قبر څخه ۱۰۰ جسدونه موندل شوي دي.
د خوست ولايتي مسوولين وايي، دغه ډله ييز قبر د مرکز اړوند د څړبني په سيمه کې د خوست شيخ زايد پوهنتون تر شاه د اوبو په يوه جوړيدونکي چېک ډېم کې پيدا شوی.
دوی وايي، دا ډله ييز چې دوې ورځې وړاندې موندل شوی و، چې نن دوشنبه (دسلواغې ۲۳مه) د ښاروالۍ د تنظيف مامورينو او د سيمې اوسيدونکو په ګډه همکارۍ را وڅپړل شو.
د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دا کسان په ۱۳۵۸ لمریز کال کې له وژل کېدو وروسته په دې ځای کې له خاورو لاندې شوي وو.
نوموړي زیاته کړه، په سيمه کې د شته نښو نښانو څخه داسې څرګندېږي چې وژل شوي کسان ټول ملکي خلک دي.
هغه وایي، د ولايت مقام د هدايت پر اساس ياد جسدونه چې صرف يې هډوکي پاتې دي، د خوست ښاروالۍ ته را انتقال شوي او وروسته به يوه مناسب ځای کې دفن شي.
ښاروال د دې ډله ییز قبر د موندلو په اړه ايي: «د شيخ زايد پوهنتون ترڅنګ يو چېک ډېم جوړيده، کله چې هلته کار پيل شو، نو يو ډله ييز قبر په کې پيدا شو، بيا د والي صاحب په هدايت کې هغې ته کمېټه وټاکل شوه چې په هغې باندې کار پيل کړي. لږ تر لږه په کې ۱۰۰ جسدونه پيدا شول چې د يوې زنانه لباس هم په کې شته دی او داسې هم کيدلی شي چې دلته يوه لویه کورنۍ له منځه وړل شوې وي.»
ورته مهال د سيمې يو شمېر اوسيدونکو چې د ياد ډله ييز قبر کېندلو ته ورغلي و، خپلو خبرو کې وويل چې د ظاهري نښو نښانو له مخې ياد کسان په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
د سيمې يو تن اوسيدونکي حاجي منډاېر منګل وويل، دا کسان د ۱۳۵۸ کال د وخت حکومت په امر وژل شوي دي.
د هغه په وينا، تر اوسه د هغه مهال د ډېرو کورنيو غړي ورک دي.
ده زياته کړه: «هغه وخت کې نه دوی سره محکمه موجوده وه، نه، بل څه وو، دا ستر ظلم شوی دی او دا هېڅ د جبران او د بښلو وړ نه دی، خو بيا هم د شهيدانو وارثين دلته راغلي دي، دلته معلوميږي نه چې دا شهيد د چا دی، ځکه ټول تر خاورو لاندې دي او جسدونه او هډونه را وباسو او ځای پر ځای کوو يې.»
سلام شريفي د دغه ولايت يو بل اوسيدونکی دی چې دغه ځای ته يې ځان رسولی چېرې چې ياد ډله ييز قبر پيدا شوی.
هغه پژواک ته وويل چې د ده پلار يو له هغو کسانو دی چې د ۱۳۵۸ کال راهيسې تری تم دی او داسې ګومان کيږي چې په دې ځای کې وژل شوی وي، ولې داسې کومه نښه يې پيدا نه کړه، ځکه ډېر وخت وتلی دی او هر څه خاورې شوې دي.
ده زياته کړه: «دا تقريبا په ۱۳۵۸ کال کې د ظالم کمونيستي نظام له خوا په بې رحمانه توګه بغير له محکمې ډېر په ظلم او بربريت او وحشت سره له زندانونو راوړل او دلته لاسته تړلي یې دلته وژل، موږ د هغوی د وارثينو له جملې څخه يو. دا هغه ظلم دی چې تاريخ به يې هيڅکله هېر نه کړي، ځکه زما خپله پلار په دې جريان کې دی.»
نوموړي له ولايتي مسوولينو غوښتنه وکړه، چې دغه جسدونه په ښه ډول په يوه مناسب ځای کې له خاورو لاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د هېواد په نورو سیمو کې هم د تېرو نږدې پنځو لسیزو د ناخوالو له امله ډله ییز قبرونه موندل شوي دي.
Views: 59