د افغانستان اتلتیک فدراسیون وایي چې یوه افغان ورزشکار خوشحال سادات د عراق په کوربه‌توب د ځغاستې نړۍوالو سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی دی.

د افغانستان اتلیتک ملي فدراسیون تېره شپه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د اتلتیک فدراسیون ملي لوبغاړي خوشحال سادات د عراق په کوربه‌توب د درېیم پړاو «ماراتون» نړۍوالو سیالیو په دویم ګروپ کې د نقرې مډال واخیست.

د دغه فدراسیون معلوماتو له مخې، د ځغاستې یادې سیالۍ تېره ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې ترسره شوې چې د ۲۷ هېوادونو ورزشکارانو په کې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې د ایران د اتلتیک سیالیو شپږویشتم پړاو درېیمه مرحله کې یوه بل افغان ورزشکار شاه‌محمود نورزي لومړی مقام ګټلی و.

 

Views: 11