د کاناډا په ټورنټو ښار کې «د افغانستان کاناډايي نړېوال» په نوم ښوونځی پرانیستل شو چې په کې به په افغانستان کې له زده‌‌کړو محروم شوو زرګونو نجونو ته د انلاین وړیا زده‌کړو زمینه برابره شي.

یاد ښوونځى چې له لوړو نړۍوالو سټنډرډونو سره سم جوړ شوی، په افغانستان کې له اووم تر دوولسم ټولګي زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو زمینه برابروي؛ ښوونیز نصاب یې د کاناډا هېواد دی او د فراغت اسناد یې هم د دغه هېواد پوهنې وزارت له لوري ورکول کېږي.

د افغانستان کاناډایي نړېوال ښوونځی عمومي مشر الله‌محمد کاکړ د پراستینې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې پر دغه ښوونځي یې یونیم میلیون کاناډایي ډالر پانګونه کړې ده او د زده‌کوونکو لپاره په کې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه، دوی د یوه همکار بنسټ په مرسته هغو افغان نجونو ته چې له زده‌کړو محرومې شوې ۶۵۰۰ وړیا سکالرشیپونه ورکوي او زیاتوي چې هلکان زده‌کوونکي بیا د فیس په بدل کې دغه ښوونځي کې شاملېدای شي.

کاکړ وايي چې په افغانستان کې د دغه ښوونځي زده‌کوونکي کولای شي له انټرنېټ پرته یوازې د دغه هېواد د یوه سیکارت په درلودو سره درسونو او زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

د هغه په خبره، هر زده‌کوونکی به د کاناډا پوهني وزارت له خوا د سویې له امتحان ورکولو وروسته په دغه ښوونځي کې د یوه خانګړي کوډ په ترلاسه کولو شاملېږي او هر ټولګي کې به ۷ کریډېټونه بشپړوي.

کاکړ وویل، کاناډا یو له هغو هېوادونو دی چې حضوري او انلاین زده‌کړې په کې یو شان منل شوې او دوی د کاناډا له داسې ادارې سره چې په انلاین برخه کې ۱۳ کاله کاري تجربه لري، کار کوي.

په کاناډا کې د افغانستان سفیر حسن سروش د کاناډا حکومت له مخکنیو مرستو چې په بشري برخه کې یې کړې او اوس چې د نجونو لپاره د انلاین زده‌کړو زمینه مساعدوي، مننه وکړه.

سروش وویل: «د افغانستان خلک چې د پوهنې په شمول له خپلو اساسي حقونو محروم دي، باید په سمه توګه دادخواهي ورته وشي، څو خپل حقوق ترلاسه کړي.»

غونډي ته د افغانستان د جمهوریت په دوره کې د ولسي جرګې پخواني مرستیال حاجي نذیر احمدزي، د حامد کرزي په حکومت کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزير حبيب‌الله قادري، د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیره نرګس نهان، په کاناډا کې د زده‌کړو په چارو کې سلاکار یونس حفیظي، د کاناډا د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ډاکټره کریمه ولجي، د مشرانو پخوانۍ جرګې غړې لیما حکيمي، د کندوز پخواني والي عبدالجبار نعیمي او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شګوفه نورزۍ د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه.

نورزۍ وویل: «زه د طالبانو له مشرانو هیله کوم که غواړي افغانستان پرمختګ وکړي، افغان نارینه او ښځو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره کړي او که ښځو ته اجازه ورکړي، دنیا به د ښځو د زدهکړو لپاره امکانات برابر کړي.»

د ولسي جرګې پخواني مرستیال حاجي نذیر احمدزي له نړېوالو غوښتنه وکړه چې د زده‌کړو سکالرشيپونه افغانانو ته ورکړي. هغه وویل: «موږ غله نه ترې غواړو، ډوډۍ نه ترې غواړو، زموږ اړتیا د زده‌کړو ده.»

د کندوز پخواني والي عبدالجبار نعیمي وویل، له یوې خوا په نړۍ کې سيالي ده چې فضا ته څرنګه خېژي، موټر څرنګه جوړوي، د ساینس او ټکنالوجۍ نوي پروګرامونه جوړوي خو افغان ولس که له هېواده بهر دی او که دننه، د ښوونځیو دروازو خلاصولو غوښتنه کوي.

هغه وویل: «۳۴ میلیون خلک فریاد کوي چې زما خور، زما لور او اولاد له خپل حقه چې تعلیم دی، محروم دي.»

Views: 7