«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ په دغه بحث کې مو د مدني ټولنو په اړه د افغان کلتوري ټولنو جرګې له مشرتابه غړي ډاکټر خوشحال روهي سره مرکه کړې ده.
روهي د جمهوري نظام له لومړیو کلونو د مدني فعالیتونو برخه کې اوږده تجربه لري؛ نوموړی په دې مرکه کې د مدني ټولنو رامنځته کېدو، پایلو، ستونزو او د افغانستان سیاسي او ټولنیزو برخو کې د دې ټولنو د رول او اغېزو په اړه غږېدلی دی.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.
Views: 141