کاناډا ته ډېری لېږدول شوي افغان کډوال د ژور خپګان له ناروغۍ ځورېږي؛ د کاناډا د رواني روغتیا څېړنو مرکز نوې څېړنې هم ښیي چې د ژور خپګان ناروغي په دغه هېواد کې د زېږېدلو په نسبت په نوو راغلو کسانو کې ډېره ده.
د دې څېړنې د معلوماتو له مخې، کاناډا ته نوي راغلي ۲۰ سلنه افغانان له ژور خپګانه ځوریږي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په مخکې راغلو کې ۱۴ سلنه دی.
نننۍ خپرونه مو همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده؛ زموږ د خپرونې مېلمنه د کاناډا په ټورنټو ښار کې فعاله ارواپوهه مېرمن سیما اکبري ده؛ هغې د خپلو تجربو او پوهې په رڼا کې په دې اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي چې ولې د کاناډا چاپېریال تازه راغلو افغانانو ته د ژور خپګان لامل کېږي.
که څه هم پر ژور خپګان د اخته کېدو لاملونه په انسانانو کې توپیر کوي، خو په دغه پروګرام کې به د دې موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې شوې او د پروګرام په پای کې پر ژور خپګان د اخته کېدو مخنیوي پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له اګسټه تر اوسه پورې څه باندې ۴۶۰۰۰ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
Views: 15