د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته د دوو چاودنو له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنې د بلوچستان په قلعه سېفالله او پشین سیمو کې شوې دي او په دغو چاودنو کې ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپيان دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، لومړۍ چاودنه نن له غرمې وروسته په پشین کې د خپلواک نوماند اسفندیار کاکړ د ټاکنیز دفتر مخې ته شوې ده چې لږ تر لږه ۱۴ کسان په کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
راپور کې راغلي، دوېمه چاودنه لږ وروسته په قلعه سیفالله سیمه کې د جمعیت علمای اسلام «JUI-F» د ټاکنیز دفتر مخ ته شوې او ۱۲ کسان په کې وژل شوي دي.
د یادونې ده چې پاکستان کې ټاکنیز کمپاین تېره ورځ پای ته ورسېد او سبا به په دغه هېواد کې د رایې ورکولو بهیر پیل شي. په دې ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ میلیون وګړو څخه ۱۲۸ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.
د پاکستان د لومړیو عمومي انتخاباتو په درشل کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ سیاسي وضعیت هم ترینګلی دی او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر په بېلابېلو قضیو کې په اووه، لس او ۱۴ کلونو بند محکوم شوی او پلویان یې اعتراضونه کوي.
Views: 14