رسنیو راپور ورکړی چې د چیلي هېواد مرکزي او سوېلي برخو ځنګلونو کې اورلګېدنې له امله تر اوسه ۵۱ کسان مړه شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنې تر ډېره د دغه هېواد ښاري سیمې ګواښي او د اوروژنې ډلې یې د مړ کولو هڅه کوي.
د راپور له مخې، څرنګه چې د اوروژنې ډلې د اور مړ کولو لپاره له چورلکو او اطفایو کار اخلي خو د اور تورو لوګيو د الپارایسو ښار اسمان چې نږدې یو میلیون نفوس لري، پوښلی دی.
سرچینو رویټرز ته ویلي چې تر اوسه په دې اورلګېدنه کې ۵۱ کسان مړه شوي او ښايي د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.
د چیلي په ځنګلونو کې اورلګېدنې معمولي دي، تېر کال د تودوخې بېساري ډېرېدو له امله د دغه هېواد څه باندې ۴۰۰ زره هکتاره ځمکه اغېزمنه شوې او ۲۷ کسان مړه شوي وو.
Views: 6