د امریکا پوځ اعلان کړی چې په عراق او سوریه کې یې د ایران پلوه وسله واالو او القدس ځواک پر ۸۵ هدفونو بریدونه کړي دي.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې تېره اونۍ د سوریې پولې ته نږدې په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې امریکایي سرتېري ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې وه، چې ددې بریدونو به غچ اخلي او پرون یې خپلو وسله والو ځواکونو ته د بریدونو کولو فرمان لاسلیک کړی و.
د امریکا د وسله والو ځواکونو له مرکزي قوماندانۍ څخه د سلواغې په ۱۳مه، ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هوایي ځواکونو یې په سوریه او عراق کې پر ۸۵ هدفونو دقیق بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې هلته یې د ایران پلوه وسله والو او د ایران د سپاه پاسداران اړونده القدس ځواک مرکزونه یې په نښه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مرکزونو کې بې پیلوټه الوتکې، سپکې او درنې وسلې او نور نظامي وسایل ساتل کېدل او له همدې مرکزونو څخه په اردون کې د امریکا پر پوځي اډې برید شوی و.
که څه هم دامریکا د وسله والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو رسنیو خبر ورکړی چې په دې بریدونو کې د لومړیو معلوماتو له مخې، ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه د ده په امر ترسره شوي او دا لړۍ به ادامه لري، خو وخت او ځای به یې امریکا ټاکي.
هغه زیاته کړې، امریکا په منځني ختیځ کې شخړه نه غواړي، خو که څوک هلته پر امریکایانو بریدونه کوي، نو ځوابي بریدونو سره به مخامخ کېږي.
د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ایران د سپاه پاسداران اړوندې رسنۍ تسنیم آژانس پر اېکس شبکې لیکلي، چې امریکایي ځواکونو پر سوریې او عراق یرغل کړی او د دغو هېوادونو پر وسله والو ځواکونو او ملاتړو ملېشو یې بریدونه کړي دي.
Views: 11