یوه معلول افغان لامبو وهونکي عباس کریمي د امریکا د «ورلډ سریز» په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

دغه خبر طلوع نیوز د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون چارواکو له قوله خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي چې عباس کریمي د دغه مډال په ګټلو سره د پارا لامبو نړۍوالو سیالیو ته چې درې میاشتې وروسته د انګلستان په مانچسټر ښار کې ترسره کېږي، لار موندلې ده.

Views: 11