سیګار یا د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې د امریکا کانګرس ته د خپل درې میاشتنې راپور په وړاندې کولو سره ویلي، متحده ایالاتو له افغانستانه له وتلو وروسته، له دغه هېواد سره ۱۱ اعشاریه ۲۱ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
یادې ادارې په خپل تازه راپور کې چې پرون (د سلواغې ۲۱مه) خپور شو، افغانستان ته د امریکا د مرستو په اړه جزییات ورکړي او اقتصادي او امنیتي وضعیت او د ښځو شرایط یې څېړلي دي.
سیګار لیکلي، متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ له اکتوبر څخه د ۲۰۲۳ تر دسمبره افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد او ۶۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي او دغه راز د دغه هېواد د دفاع وزارت هم د بشردوستانه، طبیعي پېښو او مدني مرستو په برخو کې د ۲۰۲۳ تر سپتمبره څه باندې پنځه میلیارد او ۸۲ میلیون ډالر مصرف کړي دي.
د راپور له مخې، سویس کې د افغانستان د مرکزي بانک له پانګو څخه اماني صندوق ته د ۳،۵ میلیارد ډالرو لېږد هم په دغو مرستو کې شامل دی.
یادې مرستې د زدهکړې، خوړو، روغتیا، کرنې او له بشري حقونو څخه د ملاتړ برخو کې مصرف شوې دي.
یادې ادارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت څېړلی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په تېر کال کې له ۲۸ اعشاریه ۳ میلیون کسانو څخه روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسانو ته راټیټ شوی دی.
Views: 9