د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۵۱۰۴ کسان کېږي، د سلواغې له پنځمې تر ۱۱مې پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکسپاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۱۳۲۵ کسان چې شاوخوا ۲۴۳ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.
همدارنګه د يادو کسانو له ډلې شاوخوا ۲۵ کسان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه راز، په یاده موده کې له ایرانه ۳۷۷۹ کسان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.
بلخوا «خبرگزاری تسنیم» په نوم ایراني رسنۍ تېره ورځ په یوه راپور کې د ایران د زابل د سرحدي ځواکونو قوماندان پروېز قاسمزاده له قوله لیکلي چې په تېرو دوه ورځو کې ۳۹۹۰ غیرقانوني افغانان د دغه هېواد په ځینو سیمو کې نیول شوي او د بلوچستان ولایت په شمال کې د سیستان سیمې د ملک پولې له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د کډوالۍ نړېوال سازمان (IOM) ویلي وو چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
Views: 11