کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنې ټېسټ لوبه سبا پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه سبا پیلېږي.

بورډ زیاته کړې چې یاده لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په نهه بجو پیل شي او دغه راز له دې وروسته به د نړېوالو یو ورځنیو او شل اووریزو سیالیو لوبلړۍ هم پیل شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړېوالې شورا له لوري د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغان ملي لوبډلې ۸مه ټېسټ لوبه ده چې ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغانستان به له سریلانکا سره له ټېسټ ‌لوبې وروسته د راتلونکې فبرورۍ په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳مه یو ورځنۍ لوبې او ورپسې به د شل اووریزو نړېوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټو ترسره کړي.

Views: 32