د افغانستان سوکوهنې ملي فدراسیون خبر ورکړى چې د تمیماحمد اختري په نوم یو افغان د ازبکستان په کوربهتوب د سوکوهنې نړېوالو سیالیو کې د غوره لوبڅار په توګه نومول شوی دی.
دغه سیالۍ د روانې مې میاشتې په لومړۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې وې او وړمه ورځ پای ته ورسېدې.
د افغانستان سوکوهنې ملي فدراسیون تېره شپه په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د دغه فدراسیون درې ستوريلرونکی لوبڅار تمیماحمد اختري د ازبکستان په کوربهتوب د سوکوهنې نړۍوالو سیالیو کې د صادقانه پرېکړو په ترسره کولو سره د غوره لوبڅار مقام خپل کړی دی.
دغه فدراسیون د غویي په ۱۱مه ویلي وو چې په یادو سیالیو کې دوو افغان ورزشکارانو چې له هېواده بهر اوسېږي، د افغانستان په استازیتوب ګډون کړى و.
د معلوماتو له مخې، تمیم اختري له هېواده بهر اوسېږي او د افغانستان سوکوهنې فدراسیون په استازیتوب یې په دغو سیالیو کې د نړۍوال لوبڅار په توګه ګډون کړی و.
د یادونې ده، په یادو سیالیو کې له ۱۰۷ هېوادونو په ۱۳ وزنونو کې ۵۳۹ ورزشکارانو کډون کړی و.
Views: 4