د تکواندو اتلولۍ سیالیو په دوام کې افغان ورزشکار علي اکبر امیري نن خپل اسراییلي سیال ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو بل پړاو ته یې لاره ومونده.
د تکواندو ملي فدراسیون مسوولینو د یادو نړېوالو سیالیو په اوومه ورځ د «الکساندر فلیپوف» په نوم یوه اسراییلي پر وړاندې د افغان ورزشکار علي اکبر امیري د بري خبر ورکړی دی.
دغه سیالي په ۸۷ کیلوګرام وزن د اذربایجان په باکو کې ترسره شوه او امیري په دوو راونډونو کې خپل اسراییلي سیال ته ماتې ورکړه او د سیالیو دویم پړاو ته یې لاره ومونده.
علي اکبر امیري به د تکواندو اتلولۍ سیالیو په بل پړاو کې تر راتلونکو شېبو د شمالي مقدونیا د تکواندوباز «دژان جورجیفسکي» پر وړاندې میدان ته کوز شي.
د یادونې ده، د تکواندو اتلولۍ سیالۍ د اذربایجان د باکو ښار په کوربهتوب پیل شوې دي او پکې د نړۍ له ۱۴۴ هېوادونو څخه ۹۲۱ ورزشکاران برخه لري چې ۷ یې افغان لوبغاړي دي.
Views: 1