امریکا کې کوم کارونه جنسي ځورونه بلل کېږي؟

جاوېداحمد کاکړ
جنوري 26, 2024

د امریکا په متحده ایالتونو کې د فدرال او واشنګټن سټیټ قوانينو کې پر جنسي ځورونو بندیز دی او جرم ګڼل کېږي؛ دغه راز جنسي ځورونه د جنسي تبعیض یو ډول دی چې له اړوند مدني قوانینو سرغړونه ګڼل کېږي.

جنسي ځورونه په ټوله نړۍ کې شته او د امریکا متحده ایالتونه هم ترې مستثنا نه دي؛ دغه کار هر ځای، لکه په کور، د استوګنځي شاوخوا، ښوونځي، پوهنتون، مارکېټ او کارځایونو کې کېږي؛ معمولاً هغه کسان یې کوي چې ډېر یو بل سره مخ کېږي او یا هم یوه نه یوه اړيکه سره لري؛ دا اړيکه شونې ده د ګاونډيتوب اړيکه وي، د ښوونکي او زده‌کوونکي اړیکه وي او یا هم د کارګر او کارفرما یا د کارفرما د استازي ترمنځ اړيکه وي.

د نه رضایت په صورت کې د یو چا لمس کولو، له چا سره خبرې او ټوکې ټکالې، ټیلېفوني او یا هم د برېښنالیک او پیغام له لارې اړیکو ته جنسي ځورونه وايي.

د نه رضایت په صورت کې دغه اړیکې ښايي مستقیمې یا نامستقیمې وي چې جنسي ځورونه ورته ویلای شو؛ د بېلګې په توګه که چېرې يو څوک بل کس د هغه له خوښې پرته لمس کړي یا ترې د جنسي اړيکې غوښتنه وکړي، دا مستقیمه جنسي ځورونه ده، خو که یو فرد بل ته په پیغام کې لوڅ عکسونه ولېږي، دا نامستقیمه جنسي ځورونه ده.

معمولاً جنسي ځورونه پر جنسي تېري منتج کېږي؛ نو د دې لپاره باید هم خپله محتاط و اوسو او هم خپلو ماشومانو او د کورنۍ غړو ته د جنسي ځورونې په اړه معلومات ورکړو.

د جنسي ځورونې ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي؛ د جنسي ځورونو او جنسي تېريو قربانيان له بېلابېلو رواني او فزيکي ناروغيو سره مخ کېدای شي او ښايي تر ډېره وخته پورې ترې وځورېږي.

په ښوونځيو، پوهنتونونو او کارځایونو کې دوه ډوله جنسي ځورونه پېښېږي؛ لومړی ډول یې هغه ده چې د ځورول کېدونکي کس لپاره نامناسب یا ځوروونکی چاپېریال (Hostile Environment) رامنځته کوي او دویم ډول یې چې ډېره مستقیمه ده، د جنسي اړیکې غوښتنې (Quid Pro Quo) په نوم یادېږي.

په لومړي ډول جنسي ځورونه کې ځورول کېدونکی کس د ځوروونکي له خوا د خبرو، اشارو او بدني تماس له امله له جنسي ځورونې سره مخ کېږي؛ ښايي ځورول کېدونکی زده‌کوونکی یا هم کارګر وي او ځوروونکی هم ښايي بل زده‌کوونکی، بل کارګر، اداري کارمند، د کارګر مشر، ښوونکی او یا هم یو بل باصلاحيته کس و اوسي.

که په دغسې چاپېریال کې ځورول کېدونکی کس تل له جنسي ټوکو، جنسي کیسو، د شخصي او جنسي ژوند په اړه له خبرو او پوښتنو، په عادي او رسمي خبرو کې له جنسي کنایو، د شخص د ښکلا، جامو او د بدن د اعضاوو په اړه د نظر له څرګندولو یا هم د رضایت نشتوالي حالت کې جنسي اړيکې ته له وربللو او پرې له ټینګار سره مخ کېږي، دا جنسي ځورونه ده او په دې صورت کې ځورول کېدونکي کس ته بیا یاد کاري او د زده‌کړو چاپېریال ځوروونکی تمامېږي.

کله کله په مکرر او غریزوي ډول چا ته کتل، د چا د وجود ځانګړو غړو کې سترګې خښول، سترګک وهل او له رضایت پرته تماس نیول هم جنسي ځورونو کې راځي.

د جنسي ځورونو دویم ډول چې Quid Pro Quo نومېږي، هغه ځورونه ده چې په ښکاره څوک له یو چا د یوه خدمت یا کار کولو بدل کې د جنسي اړیکو ټینګول غواړي؛ د بېلګې په توګه ښوونکی یا ښوونکې خپل زده‌کوونکي یا زده‌کوونکې ته د نومرو ورکولو بدل کې له هغه یا له هغې د جنسي اړیکې ټینګولو غوښتنه کوي، یا هم په کارځای کې د کارګر یا کارګرې مشر یا مشره له نوموړي یا نوموړې د استخدام، د ترفیع، معاش ډېرولو، د رخصتۍ منظورۍ او یا هم د بل کوم کار بدل کې د جنسي اړیکې غوښتنه کوي.

جنسي ځورونه اړینه یا مهمه نه ده چې یوازې جنسي ماهیت وي، خو په دې کې د یوه کس د جنسیت په اړه ناوړه څرګندونې هم شاملې دي؛ د بېلګې په ډول، دا غیرقانوني عمل دی چې په عمومي توګه په ناوړه تبصرو سره یوه ښځه وځورول شي.

په کارځای کې جنسي ځورونه دوه ډوله ده، مستقیمه جنسي ځورونه چې د یو ډول جنسي عمل په بدل کې، یا ښځو ته د انعام او په کار کې د پرمختګ او د معاش او امتیازاتو لوړېدو ژمنې ورکول کېږي او یا ګواښل کېږي چې که د ځوروونکي شخص غوښتنې ونه مني له کار به وشړل شي، معاش به یې کم شي او یا به یې رتبه او مقام ټیټ شي.

نامستقیم ډول یې، کارځای له داسې جنسي چلند او خبرو ډک وي چې ښځو ته د ځور، د ناامنۍ احساس پیدا کېدو او ځورونې سبب کېږي؛ کارکوونکې ښځې، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې په کوچني دفترونو کې کار کوي، نسبت نورو ته ډېرې له جنسي ځورونې سره مخ کېږي. دغه راز جنسې ځورونه د دولتي ادارو په نسبت په خصوصي ادارو کې ډېره وي؛ ځکه هلته ډېره څارنه نه وي. کاري ناامني هم په خصوصي ادارو کې نسبتاً ډېره او ښځې په کمزوري دریځ کې وي؛ په خصوصي یا نادولتي ادارو کې چې د کارکوونکو شمېر لږ او مراجعین کم وي، د جنسي ځورونې لپاره شرایط برابر وي. په ځینو شغلونو یا کسبونو کې هم د جنسي ځورونو احتمال ډېر وي، لکه هغه کارونه چې مشتریان یا مراجعین ډېر لري.

ښځې او سړي دواړه کېدای شي د جنسي ځورونو قرباني شي، یا ښايي دواړه لوري یو جنس وي خو ډېری قربانیان ښځې او نږدې ټول ځوروونکي نارینه دي. دغه راز هر څوک په هر سن کې د جنسي ځورونو له بېلابېلو ډولونو سره مخ کېدای شي.

خجالت، شرم، مایوسي، له ګواښه وېره، د کورنیو ستونزو رامنځته کېدل او له ټولو مهم «د ملامتۍ او پړ کېدو» تور په دې برخه کې د ښځو د چوپتیا تر ټولو ستر عوامل دي؛ ښځې پر عدلي او قضايي ادارو دومره باور نه لري؛ ځکه پر دې باور دي چې که شکایت وکړي او د جرم راپور ورکړي، څوک یې پروا نه کوي او د ملامتۍ پړه پر دوی اچول کېږي، له ګواښ، سپکاوي او بې‌عزتۍ سره مخ کېږي.

ځان او کورنۍ له جنسي ځورونو څرنګه وژغورو؟

۱- کله هم چې له یادو پورته ناغوښتل شوو چلندونو سره مخ کېږو، باید په کلکه ځوروونکي شخص ته «نه» ووایو. که چېرې په «نه» ویلو سره ونه ګرځېد، نو باید چې په عمل کې ورته خپل «نه» وښایو؛ په دې معنا چې د «نه» ویلو غبرګون وښايو، هغه که په غوسه کې وي، که د چاپېریال په پرېښودو کې وي او که په شور جوړولو او چیغو وهلو کې وي؛ دا د ځورېدونکي کس حق دی.

۲- که چېرې له دغسې چلندونو سره مخ کېږو، که په ښوونځي کې وي، نو باید خپل ښوونکي، د ښوونځي مشر، د کالج یا پوهنتون ښوونکي یا هم مشر ته خبر ورکړو، که چېرې په کارځای کې و، نو باید چې خپل امر، سوپروایزر، منېجر یا هم د بشري سرچینو له مشر سره خبره شریکه کړو.

۳- که په بازار او عامه ځایونو کې له دغسې چلندونو سره مخ کېږو،‌ نو اړينه ده چې لومړی سیمه پرېږدو، ځان خوندي ځای ته ورسو، د ځوروونکي شخص مشخصات په خپل ذهن کې ثبت کړو، بيا پولیسو ته زنګ ووهو؛ ځوروونکی شخص باید وڅارو چې په کومه لور ځي او چېرته دنده یا کور لري.

۴- خپلو اولادونو ته هم باید لارې چارې وروښودل شي او ور زده کړل شي، د هر هغه شي له امله چې دوی بېرون ځورېږي، باید چې په ډاډه یې له مور و پلار سره شریک کړي؛ د اولادونو اعتماد باید ترلاسه کړای شي چې په ډاډه زړه هره خبره له مور او پلار سره شریکه کړي.

په امریکا کې د جنسي ځورونو سزا:

په امریکا کې د هر ډول جنسي ځورونې سزا سخته ده؛ د دغه هېواد جزایي قانون له مخې، د جنسي تېري سزا د جرمانې ترڅنګ تر عمري بنده پورې ده، خو د ماشومانو جنسي ځوروونکو ته د ټول عمر بند سزا ورکول کېږي.

اخځلیکونه:

د Green Leaf Foundation فېسبوک‌پاڼه:

https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=pfbid0bb9z1ZkuiZKo6Q6ZmAcT5Rnfeg15c5T9s3JytAMousoz5Y9vudUUhrzkregwcpDnl&id=100095339194976

https://www.eeoc.gov/ps/jnsy-hwrwnh

https://www.eeoc.gov/ps/laws/guidance/d-jnsy-hwrwn-ph-arh-hqyqtwnh

https://www.bbc.com/pashto/world-41647894

https://www.eeoc.gov/statutes/title-vii-civil-rights-act-1964

 

Views: 117

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi